لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د وليعهد د تونس د سفر په مهال احتجاجي مظاهرې اعلان شوي


د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د تيونس د سفر په مهال احتجاجي مظاهرو اعلان شوی او ويل شوي چې هغه په يمن کې په جنګي جرمونو او د جمالي خاشقجي د وژل کیدو د قضیو په څېر د بشري حقونو په سرغړونه کې لاس لري.

د ترکي خبري ادارې انادولو ويلي ټاکل شوې سلمان نن د نهې، سه شنبې په ورځ د تيونس سفر کوي.

په ټولنيزو رسنيو په تيونس کې لګېدلي داسې عکسونه خپاره کړی شوي چې پکې د سلمان عکس جوړ دی او په لاس کې اره ده.

د سعودي عرب په وليعهد تور دی چې تېره مياشت په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې د سلمان په وېنا سعودي ژورنالسټ جمال خاشقجي وژل شوی او په اره يې وجود ټوټې ټوټې کړی شوی ؤ.

خو سعودي عرب دغه تورونه ردوي.

عبدالرحمان په ټیويټر د عکسونو خپرولو سره ليکلي، تيونسيان د جمال خاشقجي د وژنې د امر کوونکي محمد بن سلمان د هر کلي پرضد تياری کوی.

د تیونس د خبريالانو ډلې ويلي، په تيونس کې مدني ټولنې د سلمان د ورتګ په مهال مظاهره راجوړه کړې ده.

عبديل صمد ويلي د بشير حقونو ځايي ډلي ویلي دوي پلان لري چې د بن سلمان پرضد په نړیوال عدالت کې مقدمه درج ځکه چې د ډلې په وېنا سعودي رژيم په يمن کې په جنګي جرمونو کې ککړ دی.

جمال نومې تن په ټویټر عکسونه خپاره کړي او ورسره یې ليکلي،

"په سور بېنر ليکل شوي چې په تيونس کې د انقلاب وروسته بن سلمان ته هرکلی نه وايو او د تيونس انقلاب د ناپاکه کولو نه دی".

جمال ویلي دا د تيونس د خبريالانو مرکز دی او دوي په قهر دي چې محمد بن سلمان ته يې صدر هرکلی وايي، په اخره کې لیکل شوي، خاشقجي.

د سعودي ژورنالسټ د وژنې په امر کولو تورن د سعودي عرب وليعد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې وروسته په لمړي ځل بهرنی سفر کوي.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرې ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرګ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG