لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ياسر شاه ۱۴ لوبغاړي اؤټ کړل، د عمران خان ریکارډ يې برابر کړو


د خېبرپښتونخوا د صوابۍ سره تعلق لرونکي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سپېنر بالر ياسر شاه د نيوزي لېنډ پرضد پينځه ورځنۍ (ټېسټ) سيالۍ کې ۱۴ لوبغاړي اؤټ کړل او د عمران خان ريکارډ يې برابر کړو.

پاکستان د نيوزي لېنډ پر ضد دوېمه سيالۍ کې مخالفه ډلې ته په يو اننګز او ۱۶ رنزونو ماتې ورکړه.

په دوبۍ کې ترسره شوې سيالۍ کې ياسر شاه په لومړي اننګز کې اته او په دوېم اننګز کې شپږ لوبغاړي اؤټ کړل.

ياسر شاه د پاکستان دوېم بالر شو چې په ټېسټ سيالۍ کې ۱۴ لوبغاړي اؤټ کړل.

له دې وړاندې عمران خان په کال ۱۹۸۲ کې د سري لنکا پرضد په لاهور کې په ټېسټ سيالۍ کې ۱۴ لوبغاړي اؤټ کړي وو.

د کرکټ پخوانيو او اوسنيو ستورو لوبغاړو په پرونۍ او ننۍ لوبه یاسر شاه ته اومبارکۍ ویلي دي.

د پاکستان پخواني تېز بالر پاکستانۍ لوبډلې او ياسر شاه ته اومبارکې ويلې ده.

​د افغانستان ستوري بالر راشد خان، ياسر شاه ته اومبارکي ويلې ده.

شاهد افريدي په ټویټر یاسر شاه ستايلی دی.

۳۲ کلن ياسر شاه په ۲۰۱۱م کې يو ورځنی او په ۲۰۱۴م کې د ټېسټ نړیوالې سيالۍ پېل کړې وې.

د نيوزي لېنډ پرضد ټېسټ سيالۍ کې پاکستان په خپل لومړي اننګز کې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو ۴۱۸ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د نيوزي لېنډ لوبډلې په لومړي اننګز کې ۹۰ رنزونه جوړ کړي او په دوېم کې يې ټوله لوبډله په ۳۱۲ رنزونو اؤټ شوه.

د درېو سياليو لومړۍ لوبه نيوزي لېنډ او دوېمه پاکستان وګټله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG