لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوکراین کې پوځي حکومت یا مارشلا اعلانېږي


د یوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو پارلمان ته د وینا پرمهال
د یوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو پارلمان ته د وینا پرمهال

واشنګټن: روسیې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د یوکراین لخوا د پوځي حکومت یا مارشلا له اعلانېدو سره به په ختیځ یوکراین کې تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

یوکراین دغه پرېکړه وروسته له هاغې وکړه کله چې په توره بحیره کې روسي ځواکونو د یوکراین درې کښتۍ ونیولې.

د یوکراین پارلمان د ګل یا دوشنبې په ورځ په دې رایه ورکړه چې ددغه هېواد له ۲۷ څخه په نهو سیمو کې به د شورو یا چهارشنبې په ورځ پوځي حکومت یا مارشلا پیلوي.

د یوکریان ولسمشر پیټرو وویل، له مارشلا سره به د یوکراین دفاعي وړتیاوې په داسې حال کې ځواکمنې شي چې روسیه پرې تیري کونکي ګوزارونه کوي.

هغه دا هم وویل، چې یوکراین غواړي له ټولو نړیوالو قوانینو سره همغږی هم پاتې شي.

د یوکراین ددغې نوې پرېکړې سره به پوځي حکومت یا مارشلا د ۳۰ ورځو لپاره پرځای وي او په دغه مهال ټاکل شوي انتخابات په ډیسمبر کې ترسره شي.

روسیې په بحیره اسود یا تورې بحیره کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د یوکراین په دریو سمندري بیړیو باندې بریدونه وکړل، دغه کښتۍ یې په دې تور ونیولې چې د دوی اوبو ته ورغلې وې.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې د روسیې دغه اقدام غندلی او دا یې د یوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه یو څرګند تیری ګڼلی.

هیلې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت د شورا په بیړنۍ غونډه کې وویل، هېڅ مدني هېواد داسې ګام نه پورته نه کوي.

نوموړې د امنیت شورا ته دا هم وویل، چې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره له مخکې غږېدلې او د هغې څرګندونې په لوړه کچه د امریکا د حکومت اندېښنې ښيي.

پیټرو پروشینکو له روسیې څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې د یوکراین کښتۍ او د هغوي کارکونکي خوشې کړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یوکراین په دې تورن کړی دی چې د خطرناکو ګامونو په اخېستلو سره له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه کوي.

د ناټو مشر ینز سټالټنبرګ هم له روسیې څخه غوښتي دي چې یوکرایني کښتۍ دې خوشې کړي او ویلي یې دي چې ماسکو په هېڅ ډول خپل دغه عمل نشي توجیه کولای.

د اروپايي ټولنې مشر ډانلډ ټسک هم د روسیې دغه اقدام غندلی او ژمنه یې کړې چې اروپايي ټولنه به د یوکراین ملاتړ کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG