لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي پاکستانۍ ښځه داعش ته د پیسو لېږلو په تور په شل کلن بند سزا شوه


په نیویارک کې مېشته 27 کلنه پاکستانۍ مېرمن زوبیه شهناز له داعش ډلې سره پر مرسته تورنه پېژندل شوې او ویل شوي چې هغې د جعلي بېنکارۍ له لارې داعش ډلې ته بیټکوین او کرپټوکرنسي یا ډیجیټل رمزي پیسې لېږلې.

د نیویارک د سرکاري وکیل دفتر وایي، مېرمن زوبیې شهناز منلې چې په 2017م کال کې یې هغو کسانو او ادارو ته شاوخوا 150,000 ډالره لېږلې وې، چې په پاکستان، چین او ترکي کې یې د داعش د محاذ په توګه کار کاوه.

عدالت وايي مېرمن شهناز په 2017م کال کې هڅه کوله له امریکې شام ته لاړه شي چې داعش ډله پکې زیاته فعاله ده او له خپلې کورنۍ خبرولو پرته یې د پاکستان په پاسپورټ سفر کول غوښتل، خو د تېر کال په دسمبر میاشت کې ونیول شوه.

د هغې په مقدمه کې لیکل شوې چې دې د سفر لپاره مخکې له مخکې په انټرنیټ کې د شام په اړه پلټنه کړې وه او غوښتل یې چې له داعش ډلې سره ملګرې شي.

عدالت وایي د 2017م کال د جولای په 31مه چې کورنۍ فکر کاوه شهناز کار ته تللې ده، هغې د نیویارک له یوه هوایي ډګره د پاکستان له لارې استنبول ته د سفر ټکټ کړی وو، چې له هغه ځایه له داعش سره ملګرې شي. وایي کله چې امنیتي کسان د الوتکې تر پورته کېدو مخکې د هغې نیولو ته ورغلل، نو مېرمن شنهاز ورته وویل چې غواړي په استنبول کې د جوماتونو او نورو تاریخي ځایونو لیدو ته لاړه شي.

د امریکې عدالت مېرمن زوبیې شهناز ته د خپل دې کار له امله چې له یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې سره یې مرسته کوله، د شلو کالو بند سزا اورولې ده.

عدالتي اسناد وایي مېرمن شهناز د 2016م کال په جنوري کې د شام او امریکې له طبي ټولنې سره د رضاکارې په توګه اردن ته تللې وه او د 2017م کال تر جون میاشتې مخکې یې د نیویارک په منهاتن ښار کې د لیب ماهرې په توګه کار کړی وو چې کالنۍ 71,000 ډالره یې ګټلې وې.

سرکاري وکیل د هغې په مقدمه کې لیکلي: "هغې په امن [اردن] او زتاري کېمپ له شامي مهاجرینو سره دوې اوونۍ طبي مرستې وکړې".

عدالت وایي مېرمن شهناز د 2017م کال په مارچ میاشت کې د بېنکي جعلکارۍ پیل کړه او څلورو امریکایي بېنکونو چېز بېنک، ټي ډي بېنک، امریکن ایکسپریس او ډِسکور څخه په جعلي توګه شپږ کرېډیټ کارډونه واخیستل او لس کارډونه د هغې په نامه نور هم جوړ وو، چې وایي په دغو ټولو کارډونو یې د انټرنیټ د تبادلې له لارې د 62,703 ډالره بیټکوین او کرپټوکرنسۍ تر لاسه کړې.

سرکاري وکیل دا هم ویلي چې د کرېډټ کارډونو او پورونو له لارې مېرمن شهناز85000 ډالر اخیستي وو‌ او له خپلو اکاونټونو یې هم 22000 ډالره ایستلي وو او دا پیسې یې پاکستان، چین او ترکي ته لېږلې وې.

XS
SM
MD
LG