لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلپاڼه: د یوې پښتنې په حیث غواړم چې پښتون لوبډله ټي 10 کرکټ سیالۍ وګټي


په شارجه کې د ټي 10 کرکټ سیالیو ته پښتانه شاعران، سندرغاړي خبریالان او مدني فعالان هم ورغلي او مشهوره سندرغاړې ګلپاڼه هم په دغو کسانو کې ده، چې د پښتون لوبډلې برانډ سفیره هم ده او د دې لوبډلې د فاینل ګټلو ته هیله منه ده.

ګلپاڼې د وي.او.اې ډیوه له خبریال فاروق فراق سره په دوبۍ کې په ځانګړې مرکه کې وویل، له کرکټ سره ډېره مینه لري، خو خپله کومه لوبه نه کوي:

"د پښتون ټیم د خیرښېګړې د سفیرې او پښتنې په توګه خو زه غواړم چې زموږ لوبډله د ټي 10 فاینل وګټي او زه ډېره پرامیده یم چې دا ځل به یې ګټي، ځکه چې لوبه یې ښه روانه ده. لومړۍ لوبه یې وبایلله خو وروستي دوه نور یې چې وګټل امید مو جوړ شو".

29 کلنه ګلپاڼه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پښتنو په وطن کې ناارامي ده او خلک یې د جګړو له امله په نفسیاتي ناروغیو اخته شوي دي، وایي پکار دی چې خلک د ژوند له نورو چارو تفریح ته هم یو څه وخت وباسي:

"له لوبو سره د خلکو ذهن بدلېږي. زه د پښتنو په ګټه ډېره خوشاله کېږم، ځکه چې زه پښتنه یم او وینه مې د پښتنې ده، نو څنګه به د پښتنو په ګټه نه خوشالېږم".

ګلپاڼه د کرکټ په نړۍ کې راغلي بدلون ته په مثبت نظر ګوري، چې د 50 اووریزو او 20 اووریزو لوبو تر څنګ اوس د 10 اووریزو لوبو سیالۍ هم پیل شوې. ګلپاڼه وایي:

"ټي 10 لوبې په دې تېزه زمانه کې ډېرې ښې دي، ځکه نن سبا له چا سره دومره وخت کله وي چې 50 اووره لوبې وګوري، زه خو یې خپله نه شم کتلای".

ګلپاڼې خپلې پښتون لوبډلې ته یوه سندره هم ویلې چې د مرکې په پای کې یې زمزمه کړه. د دې سندرې شعر په دې ډول دی:

نن د هر زلمي په ژبه دغه یو جنون دی

هر میدان ګټل یې غواړي دغه یې جنون دی

لوبغاړي دي راغلي د نړۍ نه لرې لرې

په میدان یې دا لټون دی پښتون دی پښتون دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG