لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین:دکراچۍ برید دچین اؤ پاکستان اړیکو ته زیان نه شي رسولی


چین ویلي دي چې په کراچۍ کې دچین په قونصلګرۍ د شوي برید له امله به دپاکستان اؤ چین اړیکو ته زیان نه رسیږي اؤ ددغه برید راپدیخوا د دواړو هیوادونو د دولتونو اؤ او ولس خپلو کې باور اؤ همکارۍ یوځل بیا وښودله چې دچین اؤ‌پاکستان اړیکو ته د زیان رسولو هڅې هیڅکله بریالۍ کیدلی نه شي.

بیجنګ کې مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په وخت د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژنګ ژوانګ ویلي پاکستان دچین په قونصلګرۍ شوي برید کې د ککړو کسانو اؤ تنظیمونو په ضد کوټلي ګامونه اخستي اؤ باور یې ورکړی چې د چین د ادارو،خلکو اؤ سي پیک امنیت به نور هم پیاوړی کوي.

په۲۳نومبر کراچۍ کې دچین په قونصلګرۍ برید شوی ؤ چې دپاکستاني چارواکو په وینا په دغه برید کې درې برید کوونکي اؤ دوه دپاکستان امنیتي مامورین اؤ دوه عام وګړي وژل شوي وؤ.

دچین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل دچین اؤ پاکستان دوستي ډيره قوي ده اؤ هیڅوک په دغسې سازشونو دې دوستۍ ته زیان نه شي رسولی.

ویاند زیاته کړه “پاکستاني پولیسو چې ددغه برید په مهال څومره په چټکتیا ګامونه اخستي په هغې ورته شاباسی وایو خو برید کې دپاکستان دامنیتي مامورینو په وژل خفه یو”

د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د چين په قونصلګرۍ د بريد مقدمه په بلوڅ بېلتون خوښي مشر حېربيار مري او نورو ۱۳ کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

په مقدمه کې ليکل شوي چې د بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډلې د ياد بريد زمه واري منلې چاته چې د هند د استخباراتي ادراې (را) مرسته ترلاسه ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ، د چین په قونصلګرۍ ناکامه کړی شوی برید د چين او پاکستان د سوداګرۍ لوظنامو ته غبرګون ويل شوی دی.

عمران خان ويلي د بريد هدف چينايي سوداګر پانګوه وال ويرول او د چين او پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) کمزورې کول خو ترهګر به کامياب نه شي.

XS
SM
MD
LG