لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کې درنه بمي چاودنه او ورپسې وسله وال برید شوی دی


افغان طالبانو ویلي چې په کابل کې نن ماښام درنه چاودنه، د دوی کار و او وسله والو یې د افغان ځواکونو پر یو روزنیز مرکز برید کړی دی.

دغه چاودنه نن د شورو/چهارشنبې په ماښام، د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوندې سیمې کې وشوه او دومره زوروره وه چې غږ یې د کابل ښار په څنډو کې هم واوریدل شو.

د کابل پولیسو ویلي چې ښایي د برید هدف، د جي فور اېس G4S په نامه یوه امنیتي کمپنۍ وي. هغه د کمپنۍ په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو خبري رسنۍ وایي چې دا یوه برطانوۍ امنیتي کمپنۍ ده.

طالبانو د یو بیان په جاري کولو سره ویلي چې لومړی یې په کابل کې د گورکا په نامه د خارجي ځواکونو یو روزنیز مرکز په موټربم چادونې په نښه کړی او بیا یې وسله وال بریدگرو پر مرکز حمله کړې ده. طالبانو د گڼ شمیر خارجي او افغان پوځیانو د وژل کیدو دعوه هم کړې ده.

د افغانستان د صحت وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې کم تر کمه یو کس وژل شوی او ١٢ نور ټپیان شوي دي، خو دا وروستۍ شمیره نه ده او ښایي وروسته نورې شمیرې وښودل شي.

XS
SM
MD
LG