لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خاشقجي د وژنې سره وليعد سلمان نېغ په نېغه تړاؤ نه لري، پمپيو


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپیو ویلي هغه ټول استخباراتي رپوټونه چې له نظره يې تېر شوي سعودي وليعد د ژورنالسټ جمال خاشقجي سره نېغ تړاؤ نه لري.

او د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس ویلي امریکا غواړي چې د جمال خاشقجي په وژنه کې ککړ لاس مالوم کړي خو امریکا په منځني ختيځ کې د ثبات په لړ کې د سعودي عرب رول د پامه نه شي غورځولی.

هغه ويلي د وژونکو د مالومولو او نيولو د غوښتنې سره دا حقیقت هم منل پکار دي چې سعودي عرب د امریکا مهم سټراټيجيک همکار دی.

مېټس او پمپيو د امریکا سېنېټ ته د جمال خاشقجي د وژنې په اړوند احوال وړاندې کړی خو په سېنېټ کې د سي ايي ای د مشر په نشتوالي اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي چې سي ايي ای د خاشقجي د پلټنو په لړ کې مالومه کړې چې هغه د سعودي عرب ولیعد شهزاده محمد بن سلمان په امر وژل شوی ؤ.

خو سعودي عرب دغه خبره رد کړې ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم ويلي ؤ چې د خاشقجي د وژنې سوال په خپل ځای پاتې دی.

پمپيو ویلي د سعودي عرب سره اړيکې راکمول به د امریکې او اتحاديانو د ملي امنيت په ګټه نه وي.

په امریکا کې مېشت د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرې ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو له ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرګ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG