لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په امنيتي کمپنۍ بريد، په هلمند کې امریکايي هوايي برید ملکي وګړي وژلي، راپور


طالبانو د چهارشنبې، شورو په ماښام په کابل کې په يوه امنيتي کمپنۍ بريد کې لس تنه وژلي او ۱۹ نور ژوبل کړي دي.

له دغې څو ساعته وړاندې په هلمند کې په يو هوايي برید کې څو ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د اخبر اېسوسي اېټډ پرېس ورکړی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجیب الله دانش ویلي، د شورو په ماښام په ختيځ کابل کې وسله والو په امنيتي کمپنۍ ځانمرګی برید شوی او بيا نښته شوې ده.

دغه پېښه له هغې څو ساعته وروسته رامنځته شوې چې په هلمند کې د افغان حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې ۳۰ ملکي وګړي او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

يو افغان چارواکي عطاالله افغان ويلي، زياتره ملکي وګړي چې پکې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي د هلمند په مرکز کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي، امریکايي چارواکي بريد د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې شوی دی.

په کابل کې امريکايي پوځي وياند ويلي دغه هوايي امریکايي بريد د افغان ځانګړو ځواکونو په وېنا شوی کله چې دوي د طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل ؤ.

ویاند مېجر بريکي ماليا ويلي، هوايي بريد په خپله دفاع کې وروسته له هغې شوی چې طالبانو په افغان دولتي ځواکونو او د هغو د امریکايي مشارو په کمپاؤنډ راکټي او د درنې وسلې بريد کړی ؤ.

ماليا دغه خبره رد کړې چې امریکا د ملکي وګړو د وژنې نه خبر ده او امریکا د دغه پېښې پلټنې کوي.

د هلمند د ګورنر دفتر پخلی کړی چې په نښته کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي او د ملکي وګړو د وژنې پلټنې کولي شي.

په بيان کې ويل شوي په دغه علاقه کې د وسله والو د وسلې ذخيره موجوده وه ښايي د هغې له امله د ملکي وګړو وژنې رامنځته شوي وي او هلته د هوايي بريد په مهال د چاؤدېدونکو موادو ډک ګاډی هم ولاړ ؤ.

په کابل کې د ترسره شوي بريه په اړوند د کابل د پوليسو ویاند بصير مجاهد ويلي بريد په (G4S) نومې امنيتي کمپنۍ شوی دی او هغه يې نور جزيات نه دي شريک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG