لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طاهر داوړ له وژنې مخکې وږی،تږی ساتل شوی ؤ،پوسټمارم رپورټ


دخیبر پښتونخوا د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ په پوسټمارټم رپورټ کې ویل شوي چې هغه له وژنې وړاندې ترڅو ورځو وږی،تږی ساتل شوی ؤ اؤ‌ په ډزو نه بلکې په وهلو ټکولو وژل شوی دی.

رپورټ‌ کې ویل شوی چې د وژنې په وخت د طاهر داوړ معده بیخي تشه وه چې ښایي هغه ته هیڅ خوراک څښاک نه ؤ ورکړل شوی.

په دغه پوسټ مارټم راپور کې ویل شوي چې طاهر داوړ په ناترسه توګه وهل شوی اؤ‌ په بدن یې د زخمونو ژورې نخښې جوړې شوې وې.

راپور کې دا هم راغلي چې د طاهر داوړ پښې اؤ لاسونه مات کړل شوي وؤ اؤ په وجود کې یې دګولیو نخښې نه وې.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو ایس پي طاهر داوړ په ۲۶م اکتوبر دپلازمینې اسلام اباد څخه تښتول شوی ؤ چې وروسته یې مړی په ۱۳ نومبر د افغانستان دننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ ترڅنګ موندل شوی ؤ.

دهغه وژنې په رسنیو تاوده بحثونه راپورته کړي اؤ د سوشل میډيا فعالان پوښتنې کوي چې څنګه اخر د پولیسو یو لوړ پوړی افسر په داسلام اباد په څیر دخوندي ښار څخه پورته اؤ تر افغانستان ورسول شول خو دپاکستان امنیتي اؤ استخباراتي ادارې پرې خبر نه شوې؟

دطاهر داوړ په وژنه د افغانستان اؤ پاکستان د دولتونو ترمینځ هم ناندرې شوي دي اؤ که چرته افغانستان دریځ خپل کړی چې د طاهر داوړ مړی یې په پشپړ درناوي دهغه وارثانو ته سپارلی نو هلته پاکستان افغانستان ته احتجاج کړی چې دهغه مړی یې په دومره ځنډ سره ولې وسپارلو.

XS
SM
MD
LG