لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:امریکا افغانستان کې سولې ته په بیړه ده


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیل زاد ویلي افغان دولت ،طالبان اؤ امریکا دافغان قضیې د مزاکراتو دلارې په هواري یوه خوله دي اؤ اوس امریکا بیړه لري چې افغانستان کې باید زر ترزره سوله وشي.

دافغانستان طلوع ټيلي ويژن د زیارت په ورځ ویلي زلمي خلیل زاد د پي بي ایس په نوم خبري شبکې سره مرکه کې ویلي “مونږ باوري یو او د طالبانو په ګډون ټولې جنګي خواوې وايي چې له نظامي لارې حل ته نه‌شي رسېدلی او افغان حکومت هم وايي چې یو سیاسي حل غواړي، مونږ هم وايو چې سیاسي حل غواړو”

هغه زیاته کړې غوره به داوي چې افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې دافغانستان ټولې خواږې دسولې دپاره په یو حل متفق شي اؤ داسې طالبانو ته په راتلونکو ټاکنو کې دبرخې اخستو موقعه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د جینوا کانفرنس په مهال افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو سره دسولې دپاره د دولت له لوري د دولس کسېزې جرګې اعلان کړی چې مشري به یې دافغان پوځ سرلښکر په لاس کې لري .

امریکایي استازي زلمي خلیل زاد تر دې وړاندې په طالبانو اؤ افغان دولت دواړو غږ کړی ؤ چې دسولې دخبرو دپاره خپل استازي وټاکي خو طالبانو لا تر اوسه په رسمي ډول د خپلو استازو نومونه نه دي اعلان کړي البته تیره میاشت یې دمسکو غونډې ته دقطر ددفتر څخه خپل پینځه استازي لیږلي وؤ.

طالبانو افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دخپله اړخه اساسي شرط د بهرنیو ځواکونو وتل نیولی خو افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر جنرال مېلر له وړاندې څخه په طالبانو واضحه کړې چې هغوئ دې افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته نه په طمعه کیږي بلکې دسولې خبرې دې پیل کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG