د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر مينګل وائي که د بلوچستان ايالتي او د پاکستان مرکزي حکومت دبې درکه بلوڅانو ستونزه نه شي هوارولی نو د حکومت کولو حق هم نه لري۔
سردار اختر مينګل او د هغه دګوند نور مشران د کوټي پريس کلب څنګ ته د بې درکو بلوڅانو لګيدلي کيمپ ته ورغلي اؤ دغلته یې له ماما قدير بلوچ او د ورکو بلوڅانو له کورنيو او دهغو له بچیانو سره لیدلي دي ،
د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو په وير او ژړا اختر مينګل ته د خپلو ورکو نازولو عکسونه ښکاره کول او د هغو د موندلو ارزوګانې يې کولې ۔
اختر مينګل وويل چي د ورکو بلوڅانو د ستونزې د هواري لپاره يې د بلوچستان ايالتي او پاکستان مرکزي حکومتونو ته يوازي د يوه کال مهلت ورکړی دی.
دهغه په وینا "د پاکستان نوی حکومت چې جوړيدو خلکو شيروانيانې جوړولې او وزارتونه يې غوښتل خو موږ ورته د لادرکو کسانو لسټ ورکړو، تر اوسه د حکومت له خوا ښه ځواب نه دی راکول شوی ، یوازې په خبرو تسلي نه کوو ، تر څو د ورکو خلکو کورنۍ ته تسليت ورنه کړي موږ په قراره نه کښېنو "
اختر مينګل له حکومت سره سره د پاکستان پر عدالتي نظام هم نيوکي وکړې اؤ وئ ویل "د بلوچستان مسئله سياسي ده ، که يه حل غواړئ ورک کسان دې راخوشې کړل شي ، که د کوم جرم په تور تورن دي عدالت ته يې وړاندې کړئ ، که عدالت دا کار نه شي کولی نو دعدالت دا دومره لویه ښائسته وداني د څه لپاره ؟تالې ور و لګوئ ، لکه څنګه چي مو و ميډيا ته تالې لګولې"
د ورکو بلوڅو کيمپ نيژدې نهه کاله کيږي چې لګول شوی دی، د کيمپ ذمه دار او د ورکو بلوڅانو د تحريک مشر ماما قدير وائي په زرګونو بلوڅ ځوانان لادرکه دي خو ايالتي او مرکزي حکومت د زرګونو کسانو د لادرکۍ دعوې ردوي