لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: په پوځي عملياتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ويلي روانه اوونۍ د طالبانو پرضد عملياتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي، دا عمليات په هلمند کې ترسره شوي وو.

يوناما ويلي د هلمند په ګرم سېر او ناد علي ولسواليو کې په ترسره شوو عملياتو کې زیاتره ښځي او ماشومان وژل شوي دي.

د ادارې ترمخه په يادو عملیاتو کې ۱۰ ماشومان او اته ښځې وژل شوي او درې ماشومان ژوبل شوي وو.

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي د نهې، سه شنبې په ورځ افغان او د هغو بهرنيو همکارو ځواکونو په ګرم سېر کې د طالبانو پرضد عمليات کول او بهرنيو ځواکونو بيا هوايي بريد کړی ۲۳ تنه یې وژلي وو.

ځايي چارواکو د شورو، چهارشنبې په ورځ ویلي ؤ په دغو کې عملياتو کې د ۱۶ طالبانو سره ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي وو.

له دغې څو ورځې وړاندې په ناد علي ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو په عملياتو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.

يوناما په وروستيو کې د ملکي وګړو او ماشومانو په وژنو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ادارې ويلي د روان کال په لومړو نهه مياشتو کې په افغانستان کې ترسره شوؤ هوايي بريدونو کې ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبلې اوختي او ۳۱۳ پکې وژل شوي دي.

يوناما په افغانستان کې په جګړه کې په ښکېلو فريقېنو باندې غږ کړی چې د ملکي وګړو د ژغورنې دپاره ګامونه واخلي.

د يوناما د شمېرو ترمخه روان کال د جنورۍ نه تر ستمبر ۳۰ پورې په افغانستان کې اته زره ملکي وګړي وژل شوي چې پکې ۲۷۳۸ ماشومان دي.

ويل شوي د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې په يو کال کې د ملکي وګړو زياتې وژنې سږ کال شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG