د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د ملارسول او د ملاهیبت الله د ډلو اړوند د جنګیالیو ترمنځ جګړه شوې چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو ترمنځ وسله واله نښته د شنډنډ ولسوالۍ د جوی غازي سیمه کې پرون ناوخته رامنځته شوې ده.
فرهاد وویل "د طالبانو ترمنځ په دې خپل منځي جګړه کې چې د ملاهیبت الله او د ملا رسول اړوند ډلو ترمنځ رامنځته شوه ،۴۵ کسان د دواړو خواونه وژل شوي او ټپیان دي".
فرهاد وايي زیاته مرګ ژوبله د ملاهیبت الله ډلې اړوند جنګیالو ته رسیدلې او په خبره یې د شوې جګړې په پایله کې له دواړو خواو نه ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د فرهاد په خبره هغه معلومات چې له سیمې ورته رسیدلي په وژل شویو ۲۸ کسانو کې ۱۲ تنه او په ټپي شویو ۱۷ تنو کې ۸ تنه د ملارسول ډلې کسان شامل دي.
د طالبانو دواړو ډلو تر دې دمه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو ترمنځ دخپل منځي نښتې د رامنځته کیدو دا لومړی پیښه نه ده تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي او له امله یې د همدې ډلو جنګیالیو ته د سر درانه زیانونه رسیدلي دي.