لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهاټ: د پښتون ژغورنې غورځنګ 12 فعالین جېل ته لېږل شوي، منظور پښتین احتجاج اعلان کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال له فبرورۍ میاشتې په پاکستان کې د جبري بې درکو خلکو د موندنې لپاره مبارزه کوي، خو په څو میاشتو راهیسې پخپله د دې تحریک فعالین وخت په وخت د امنیتي ادارو له خوا نیول کېږي، مقدمې ورباندې جوړېږي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

واشنګټن ډي سي ــــ د ولایت شاه اپریدي په نوم یو تن شاوخوا یوه میاشت مخکې په دره آدم خېل سیمه کې نیول شوی او د کوهاټ په مرکزي زندان کې بندي دی. پولیس چارواکي وایي چې هغه د ایف سي آر قانون له مخې نیول شوی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې هغه د دوی د تحریک فعال غړی دی او د دوی د ملاتړ په تور نیول شوی دي. منظور پښتین دوې ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرداری ورکړی وو، چې که ولایت شاه اپریدی خوشي نه کړل شو، نو دوی به په کوهاټ سیمه کې احتجاجي ناسته پیل کړي.

تېره ورځ چې د پښتون تحفظ موومنټ ګڼ شمېر پلویان د کوهاټ جېل مخې ته ورغلي وو او د ولایت شاه اپریدي د را خوشي کېدو لپاره یې احتجاج کاوه، چې پولیسو یې د نیولو هڅه پیل کړه او د دې تحریک ګڼ شمېر کسان یې ونیول او د دوی په ضد یې مقدمه درج کړه.

پولیسو په ایف آی آر کې د دې تحریک د فعالو غړو عبدالله ننګیال، احمد عباس او شفیع ترین په ګډون د دوولسو کسانو نومونه شامل کړي او تور لګوي چې دوی په زوره له جېله د خپل بندي ملګري د را خوشي کولو هڅه کوله او پر دوی یې د ریاست په ضد د نعرو وهلو او د خلکو د را پارولو تور پورې کړی دی.

پولیسو دغه 12 نیول شوي کسان تېره ورځ تر نیولو وروسته سمدستي مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړي او عدالت هغه د کوهاټ زندان ته لېږلي دي. د تحریک فعال غړي عبدالله ننګیال تر نیول کېدو مخکې د احتجاج له کېمپه په یوه ویډیو کې داسې ویلي:

"د کوهاټ سنټرل جېل مخې ته به د ولایت اپریدي او غیرقانوني ګرفتاریو په خلاف پرلت وهو، په دې جېل کې سلګونه بې درکه خلک هم پراته دي، زموږ اوله مطالبه دا ده چې دوی دې عدالت ته ورکړل شي".

پولیسو دا تور هم لګولی چې دغو احتجاج کوونکو لویه لار بنده کړې وه، خو د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم مخکښ علي وزیر وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې پولیس بېځایه تورونه لګوي او دوی تر اوسه د هیڅ احتجاج په وخت سړکونه نه دي بند کړي.

د پښتون تحفظ موومنټ مشر د خپلو تازه نیول شویو پلویانو نیول په کلکه غندلي او نن ماسپښین یې بیا د پښتونخوا په بنو ښار کې د احتجاج اعلان کړی دی.

په کوهاټ ښار کې د دې تحریک کسان تېره ورځ په داسې وخت کې ونیول شول، چې دوه مخکښ فعالین یې علي وزیر او محسن داوړ وړمه ورځ دوبۍ ته د تلو په وخت له پېښور هوایي ډګره را ګرځول شوي او ایف ای اې نیولي وو، پرون ناوخته په ضمانت را خوشي شول.

د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر تر را خوشي کېدو وروسته وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې تر څو په جېلونو کې د دوی بندي پلویان را خوشي نه شي دوی به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي.

د علي وزیر او محسن داوړ نومونه د سوابۍ جلسې په تور په نومبر په 29مه اې سي ایل ته اچول شوي او دوی له هېواده بهر سفر نه شي کولای. محسن داوړ وایي دوی مخکې له مخکې په هغه مقدمه کې ضمانت اخیستی دی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري تېره ورځ په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د علي وزیر او محسن داوړ نومونه له دې امله اي سي ایل ته اچول شوي، چې د سوابۍ د جلسې په مقدمه کې ورته ضمانتونه نه دي ورکړل شوي.

محسن داوړ په اي سي ایل کې د دوی د نومونو اچول غیرقانوني بللي او پر خپل ټویټر یې لیکلي چې نن به په دې اړه په پېښور کې یوې خبرې غونډې ته شواهد وړاندې کوي چې دوی ته د سوابۍ په مقدمه کې ضمانت ورکړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG