لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په څلورو مياشتو کې د نورو ۳۰۰ نه زياتو کسانو بۍ درکۍ رپوټ شوي


په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو د پلټنو دپاره جوړ کمېشن ويلي، په تېرو څلورو مياشتو کې ورته د ټول هېواد نه ۳۱۸ نور شکايتونه ترلاسه شوي دي.

کمېشن ويلي په دغه موده کې د بې درکه کسانو ۲۲۶ قضيې هوارې کړی شوي هم دي. دا خبر ډان ورځپاڼې خپور ورکړی دی.

په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې په زوره د خلکو د بې درکه کولو شکايتونه مخې ته راځي.

صدر عارف علوي پرون د خالي، شنبې په ورځ ادعا کړې ، د وزيراعظم، پوځي مشر او عدليې ترمنځ د بې درکه کسانو د مسلې په هوارولو خبرې روانې دي.

او په کال ۲۰۱۱م کې بيا په حکومتي کچ د بې درکه کسانو د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی ؤ.

د ياد کمېشن د شمېرو ترمخه کمېشن ته په زوره د بې درکه شوؤ کسانو ټول ۵۳۶۹ شکايتونه ترلاسه شوي او په دې کې ۳۶۰۰ قضيې هوارې کړی شوی او د دوه زرو لا هيڅ درک نشته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړی عالمزېب محسود وايي د دوي سره د ۳۲۰۰ بې درکه کسانو شکايتونه راغلي دي او دا هغه دي چې خپلوان يې په هر ځای کې ځان بې ګناه ثابتولی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي ویلي، دا هغه شمېرې دي چې کره دي، هغه وويل په دې شمېره کې هغه کسان نه دي شامل کوم چې دوړاندې نه ورک دي او يا وژل شوي دي.

هغه ويلي ۹۰۰ کسان راخوشي کړی شوي خو هغه عدالتونو ته نه دي وړاندې کړی شوي هغه تور لګوي دا کسان په غېر قانونه توګه نيول شوي او هم په دغه لار خوشي کړل شوي دي.

پي ټي اېم په خپلو لومړو غوښتنو کې د بې درکه کسانو مالومولو ويلي او اوس هم دوي غوښتنه کوي چې کوم خلک بې درکه دي که د ادارو سره په بند کې وي يا هر چرته وي بايد عدالتونو ته وړاندې کړی شي.

د پي ټي اېم نه علاوه په بلوچستان کې هم د بې درکه کسانو دپاره د بلوچ ميسنګ پرسنز په نوم تحریک چليږي او ياد تحريک وايي په بلوچستان کې هم په زرګونو کسان بې درکه دي.

په وروستيو کې په سندهـ صوبه کې هم داسې خبرونه مخې ته راغلي چې دغلته هم ګڼ کسان بې درکه کړی شوي دي.

د بشري حقونو مرکزي وزيري شرين مزاري له قوله څو ورځې وړاندې خبر مخې ته راغلی ؤ چې په زوره د بې درکو کولو په اړوند قانون جوړوي.

XS
SM
MD
LG