لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغان سولې لړ کې زلمي خلیلزاد خپل دریم سفر پیل کړی


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داتوؤ هیوادونو په سفر روان شوی اؤ ټاکل شوې ده چې پخپل دې سفر کې به امریکایي استازی دبیلابیلو هیوادونو دولتي مشرانو اؤ اړونده اړخونو سره افغانستان کې د سولې په ټینګښت له نزدې څخه خبرې وکړي.

تیره میاشت هم زلمي خلیلزاد افغانستان اؤ قطر ته دخپلو سفرونو په مهال دافغان دولتي چارواکو،سیاسي مشرانو اؤ طالبانو سره لیدلي وؤ اؤ هغوئ څخه یې غوښتنه کړې وه چې نور باید دجګړو پځائ دافغان ستونزې سیاسي هواري ته مټې رابډ وهي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزرات پخپله ویب پاڼه لیکلي چې زلمی خلیلزاد به د دوهم دسمبر څخه تر۲۰م دسمبر پخپل دې سفر کې افغانستان،پاکستان، روسیې،ازبکستان،ترکمنستان،بیلجیم،متحده عرب اماراتو اؤ قطر ته لاړ شي اؤ دغلته به بیلابیلو اړخونو سره افغانستان کې دسولې په ټېنګښت وغږیږي.

امریکا ویلي ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي چې افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره دټولو خواؤ مرسته ترلاسه کړي.

دتیرې میاشتې په اتمه نیټه هم افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دسیمې دهیوادونو سفرونه پیل کړي وؤ اؤ په دغو سفرونو کې دافغان چارواکو ترڅنګ په قطر کې طالب مشرانو سره هم مخ پرمخ خبرې کړې وې.

دخپل دغه سفر نه وروسته پخپله یوه مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي وؤ چې امریکا، افغان دولت اؤ طالبان دخبرو دلارې افغان کشالې په هواري متفق دي .

هغه ویلي وؤ امریکا افغانستان کې سولې ته په بیړه ده اؤ خواهش یې ښودلی ؤ چې افغانستان کې د ولسمشرۍ دټاکنو څخه دمخه باید دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ روغه جوړه وشي ترڅو طالبانو ته هم دغو ټاکنو کې دبرخې اخستلو زمینه برابره شي.

تیره میاشت په مطبوعاتو کې داسې ناتائیده راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ چې طالبان غواړي د ولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې باید وځنډول شي اؤ دپخواني پاچا ظاهر شاه د نزدې پلوي عبدالستار سیرت په مشرۍ یو لنډ مهاله حکومت جوړ شي .

خو طالبانو دغه دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې هغوئ زلمي خلیلزاد سره دلنډ مهاله حکومت په اړوند هیڅ خبرې نه دي کړي

XS
SM
MD
LG