لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوله،دخلیلزاد ترڅنګ دطالبانو مشران هم اسلام اباد ته رسیدلي؟


نړیوالو رسنیو دعوه کړې چې افغانستان کې دسولې دپاره د امریکا دځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پاکستان ته دسفر په مهال دطالبانو د لوړې کچې یوه ډله هم اسلام اباد ته رسیدلې ده خو طالبانو لا په رسمي ډول نه نه ده منلې چې دهغوئ استازي اسلام اباد ته تللي دي.

زلمی خلیل زاد د طالبانو اؤ افغانستان دولت ترمینځ دپخلائنې په موخه نن (سه شنبه) دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ ویل کیږي دغلته به دپاکستان لوړ پوړو چارواکو سره افغانستان کې دسولې په روان بهیر خبرې کوي.

اسلام اباد ته دښاغلي خلیل زاد ددې سفر نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د یو لیک دلارې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښېنولو کې مرسته غوښتې ده اؤ پاکستان به دخپله اړخه امریکا سره د زړه له تله مرسته کوي.

برتانوي خبري اژانس بي بي سي دطالبانو دیوې سرچینې د قوله لیکلي چې پاکستان ته د زلمي خلیل زاد د سفر په مهال د طالبانو دقطر ددفتر استازي غړي شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي هم اسلام اباد ته تللي دي.

بي بي سي دطالبانو له خولې ویلي چې دطالبانو دغه استازي دپاکستان لخوا اسلام اباد ته بلل شوي ترڅو پاکستان هم د سولې بهیر کې ځان ورګډ کړي خو پاکستاني چارواکي ددې دعوې برعکس وخت په وخت دریځ وړاندې کوي چې په طالبانو اوس اثر رسوخ نه لري.

زلمی خلیل زاد چې دامهال د ۲۲ دسمبر پورې دبیلابیلو هیوادونو په سفر راوتلی په خپلو دوؤ تیرو سفرونو کې یې په قطر کې دطالبانو د استازو سره هم خبرې کړې وې اؤ خپلې دغه لیدنې یې ګټورې بللې وې.

ښاغلي خلیل زاد تیره میاشت رسنیو ته ویلي وؤ چې امریکا،افغان دولت اؤ طالبان درې واړه دافغان ستونزې په سیاسي هواري یوه خوله دي خو هغه په غوڅه توګه لانه دي ویلي چې طالبانو ورته د سولې دپاره څه شرطونه ایښي دي؟

تیره میاشت هم زلمي خلیلزاد افغانستان اؤ قطر ته دخپلو سفرونو په مهال دافغان دولتي چارواکو،سیاسي مشرانو اؤ طالبانو سره لیدلي وؤ اؤ هغوئ څخه یې غوښتنه کړې وه چې نور باید دجګړو پځائ دافغان ستونزې سیاسي هواري ته مټې رابډ وهي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزرات پخپله ویب پاڼه لیکلي چې زلمی خلیلزاد به پخپل اوسني سفر کې افغانستان،پاکستان، روسیې،ازبکستان،ترکمنستان،بیلجیم،متحده عرب اماراتو اؤ قطر ته لاړ شي اؤ دغلته به بیلابیلو اړخونو سره افغانستان کې دسولې په ټېنګښت وغږیږي.

تیره میاشت په مطبوعاتو کې داسې ناتائیده راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ چې طالبان غواړي د ولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې باید وځنډول شي اؤ دپخواني پاچا ظاهر شاه د نزدې پلوي عبدالستار سیرت په مشرۍ یو لنډ مهاله حکومت جوړ شي .

خو طالبانو دغه دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې هغوئ زلمي خلیلزاد سره دلنډ مهاله حکومت په اړوند هیڅ خبرې نه دي کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG