لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغزني چاودنه کې ژوبل شوی امریکایي پوځي مړ شوی دی


دافغانستان په غزني ولایت کې هغه امریکايي پوځي عسکر دسختو ټپونو له امله ساه ورکړه چې تیره اوونۍ پرې ښخ شوی مائن چاودیدلی او له یوبل امریکايي پوځي سره یوځای ټپي شوی ؤ.

امریکايي چارواکو ویلي وؤ چې تیره اوونۍ دافغانستان په غزني ولایت کې پر یوه پوځي موټر مائن چاودنه شوې وه اوله امله یې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي و.

دامریکا دفاع وزارت د رپوټ له مخې له دوو ټپي شویو پوځیانو څخه په پیښه کې د۲۴ کلن مائیکل حالت مرګونی ؤ او له همدې امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دا مهال په افغانستان کې دامریکا متحدو ایالتونو په ګډون دناټو د ۳۹هیوادونو شاوخوا ۱۶ زره پوځیان میشت دي او د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې ناامنیو په بیلابیلو پیښو کې له ۱۰ زیات امریکايی سرتیري وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG