لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني دفوټبال دښځینه لوبغاړو دجنسي ځورونې دتورونو دپلټنو امر کړی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د افغانستان دفوټبال د ښځینه لوبغاړو دجنسي ځورونې دخپرو شوؤ راپورونو په کلکه نوټس اخستی اؤ اړونده چارواکو ته یې په دغه لړ کې د بشپړو پلټنو امر کړی دی.

په نزدې وختونو کې په نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې د افغانستان دفوټبال د فدراسیون مسوؤلینو دفوټبال ښځینه لوبغاړي په جنسي توګه ځورولي دي خو دفدراسیون مشرانو دا تورونه په کلکه رد کړي وؤ.

د دوشنبې په ورځ دافغانستان د صدارتي ماڼۍ لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د المپیک دملي کمېټې رئیس او یو شمېر ورزشکارانو سره لیدنه کې په نړیوالو رسنیو کې د ورزشکارو نجونو د جنسي ځورونې د خپرو شوؤ تورونو په اړوند وویل، دا راپورونه ټکان ورکوونکي دي او ورزشکارانو ته هیڅ ډول سپکاوی د منلو وړ نه دی.

ولسمشر اشرف غني د لوی څارنوالۍ ادارې ته لارښوونه کړې ده چې په ټول صلاحیت سره باید یاده قضیه په هراړخیزه او سرتاسري ډول وارزوي.

هغه زیاته کړې چې له مقام او موقف څخه ناوړه استفاده زموږ لپاره د منلو نه ده او باید په ورزشي بنسټونو کې د بداخلاقۍ ابعاد کنټرول شي

د بیان له مخې په دغه لیدنه کې دافغانستان لوی څارنوال ویلي چې د قانون حاکمیت د خلکو د عزت مدافع دی اؤ لویه څارنوالي تحقیقاتي پلان لري د فوټبال دښځينه لوبغاړو دجنسي ځورونې دتورونو رسماً پلټنې یې پیل کړي دي.

لوی څارنوال باور ورکړی چې د یادې قضیې په اړه څېړنې په هراړخیزه توګه کېږي چې ډېر زر به د دې څېړنو د لومړنیو پایلو راپور د افغانستان له خلکو سره شریک کړل شي.

په برتاوي ورځپاڼه ګارډین کې دافغانستان دفوټبال دښځینه لوبغاړو دجنسي ځورونې د تورونو مخې ته راتلو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ اؤ د افغانستان د المپیک کمټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي دیو مطبوعاټي کانفرنس په مهال منلې وه چې د ښځینه لوبغاړو ځورؤل یوازې د فوټبال په فیدراسیون کې نه بلکې په نورو فدراسیونونو کې هم شته.

XS
SM
MD
LG