لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مرکزي حکومت د طاهر داوړ د وژنې د پېښې څارنې ته پارلماني کمېټۍ اعلان کړه


واشنګټن ډي سي ــــ د پاکستان مرکزي حکومت د پښتونخوا د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې د پېښې په اړه د جوړې شوې پلټونکې ډلې د پلټنو د څارنې لپاره پینځه کسیزه کمېټۍ اعلان کړې، خو دې ډلې تر اوسه د هغه قاتلین نه دي معلوم کړي.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د مملکت وزیر شهریار اپریدي د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طاهر داوړ له ورور او د پښتونخوا د پولیسو له مشر سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې په دې پارلماني کمېټۍ کې به 3 د حکومت او 2 د اپوزیشن غړي شامل وي، چې د طاهر داوړ د وژنې په اړه به د ګډې پلټونکې ډلې (جې آی ټي) د پلټنو څارنه کوي.

شهریار اپریدي وویل، د طاهر داوړ د کورنۍ ساتنه هم د حکومت ذمه واري ده. په دې ترڅ کې د پښتونخوا صوبایي، د پاکستان مرکزي حکومت او پاکستاني پوځ د طاهر داوړ له کورنۍ سره د یوولس کروړه روپۍ د مرستې اعلان هم کړی دی.

د پښتونخوا حکومت د یونیم کروړه، مرکزي حکومت د اووه کروړه او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د طاهر داوړ د کورنۍ لپاره د دوه نیم کروړه روپۍ اعلان کړی دی، چې له دغو 11 کروړه روپیو به یو کروړ د طاهر داوړ د مخکې وژل شوي ورور یتیمانو او یو کروړ به د هغه کونډو خویندو ته ورکول کېږي.

مرکزي حکومت دا اعلان هم کړی چې د طاهر داوړ د کورنۍ کسانو ته به په مرکز او پښتونخوا صوبه کې دوې نوکرۍ هم ورکول کېږي.

د طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنې ته د اسلام اباد پولیسو یوه ګډه پلټونکې ډله (جې آی ټي) جوړه کړې، چې د دې هېواد د استخباراتي ادارو ای ایس ای، ایم ای او ای بي کسان هم پکې شامل دي، خو دې ډلې تر اوسه د هغه د تښتونې او وژنې په اړه هیڅ نتیجې نه دي ورکړې.

د طاهر داوړ کورنۍ، د هغه زوی او وروڼو غوښتنه کړې وه چې د طاهر داوړ د پېښې پلټنې ته دې یو نړیوال پلټونکی کمېشن جوړ شي، ځکه چې وایي دا پېښه په دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان پورې اړه لري. پښتون ژغورنې غورځنګ هم د دوی د غوښتنې ملاتړ کړی، خو د پاکستان حکومت ویلي چې دوی به دا پلټنه پخپله کوي.

طاهر داوړ د اکتوبر په 26مه له اسلام اباده ناڅرګندو کسانو وتښتاوه او د نومبر په 13مه یې د افغان چارواکو په وینا مړی له ډیورنډ کرښې د 100 میټره په فاصله د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په سیمه کې وموندل شو.

XS
SM
MD
LG