لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان سره دخلیلزاد لیدنه،دافغان سولې په اړوند یې دصدر ټرمپ پېغام ور رسولی


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دافغان دولت اؤ‌ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو پيل کولو په موخه دپاکستان وزیراعظم عمران سره لیدلي اؤ هغه ته یې د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړی پیغام هم رسولی دی.

پاکستان ته د زلمي خلیل زاد د رسیدو نه یوه ورځ وړاندې وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې صدر ټرمپ ترې د یو لیک دلارې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښینولو کې مرسته غوښتې ده اؤ پاکستان به له خپله انده امریکا سره بشپړه مرسته کوي.

سرچینې وایي د چهارشنبې په ورځ وزیراعظم عمران خان سره خبرو کې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم وزیراعظم عمران خان ته ویلي چې امریکا د افغان شخړې دهواري دپاره پاکستان سره خپل اړوند کومک پراخه کول غواړي.

دعمران خان اؤ زلمي خلیل زاد ددې لیدنې په اړوند زیات جذئیات لا تر دې مهاله په رسمي ډول مخې ته نه دي راغلي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې عمران خان دامریکا استازي ته ویلي چې هیواد یې دافغان کشالې د سیاسي هواري پلوي دي.

دسیمې په سفر بوخت امریکایي استازي زلمي خلیل زاد ترې دې وړاندې په اسلام اباد کې دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي اؤ دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه سره هم لیدنې کړې وې اؤ دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ روغه جوړه کې یې ورسره دپاکستان په کردار خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې رسنۍ دعوې کوي پاکستان ته د زلمي خلیل زاد دسفر په مهال دقطر نه دطالب مشرانو یو لوړ رتبه هئیت هم اسلام اباد ته رسیدلی خو طالبانو ددې دعوې د تردید یا تصدیق نه ډډه کړې ده.

دعمران خان اؤ زلمي خلیل زاد ترمینځ له لیدنې یوه ورځ وړاندې دامریکا د ملي امنیت دشورا ویاند خبریالانو ته ویلي صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان وزیراعظم عمران خان څخه په خپل استول شوي لیک کې غوښتي چې باید پاکستان افغانستان کې دسولې روانه پروسه کې خپل غوره کردار ترسره اؤ د زلمي خلیل زاد سره دې بشپړ کومک وکړي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوه میاشتې وړاندې واشنګټن ته دخپل سفر په مهال دعوه کړې وه چې پاکستان اوس په افغان طالبانو لکه دپخوا په څیر نفوذ نه لري خو دامریکا دملي امنیت دشورا ویاند ویلي پاکستان دا توان لري چې پخپله خاوره کې دطالبانو دځالو جوړیدو مخه ونیسي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي وخت په وخت په پاکستان تورونه لګوي چې طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو سره مرستې کوي اؤ هغوئ په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمسوي خو پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ افغانستان کې روانې جګړې دافغان دولت خپله کمزوري ګرځو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG