واشنګټن: د امریکا پنځه ژوندي ولسمشران به نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د جیورج هربرټ واکر بوش چې د امریکا ۴۱ ولسمشر وو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
نوموړی د تېرې جمعې په ورځ د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شوی دی.
پخواني ولسمشران، جیمې کارټر، بېل کلېنټن او براک اوباما به له اوسني ولسمشر او د پوځ له اعلی قومندان ډانلډ ټرمپ سره یوځای د بوش د جنازې په مراسمو کې چې په واشنګټن کې نیول شوي یوځای وي.
د جیورج هربړټ واکر بوش ځوی جیورج اچ ډبلیو بوش چې د امریکا ۴۳ ولسمشر وو د جنازې په دغو مراسمو کې به وینا وکړي.
د جنازې په دغو مراسمو کې به د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل، د کاناډا پخوانی صدراعظم براین ملرونې، د پولېنډ پخوانی ولسمشر او د نړۍ ګڼ نور مشران هم ګډون ولري.
د جنازو له مراسمو وروسته به د بوش مړی بېرته د هغه د استوګنې اصلي ځای ټکساس ته ور وړل شي او هلته به له خپلې مېرمنې باربارا سره چې په اپرېل کې مړه شوې وه یوځای خاورو ته وسپارل شي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د بوش د درناوي لپاره د ملي ماتم ورځ اعلان کړه په کومه چې به نن په نیویارک کې د ونډو بازار او د حکومت اکثره دفترونه تړلي وي.