لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی: امریکا دې د سولې بهیر په بشپړ روڼوالي سره وڅاري


واشنګټن: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې یا شورو په ورځ له امریکا څخه وغوښتل، چې له وسلوالو طالبانو سره دې د سولې روانې خبرې په بشپړ روڼوالي سره وڅاري.

"د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې چې زمونږ ورونه او هېوادوال دي له هغو خبرو توپیر لري چې د امریکا او د پاکستان ترمنځ کېږي. "

کرزی وايي، مونږ د سولې او د امریکا او پاکستان معاملې ترمنځ توپیر کولای شو او زیاتوي چې هېواد یې د بهرنیانو ترمنځ د معاملو له امله تاوان کړی.

حامد کرزي همدارنګه له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د سیاسي جوړ جاړي لپاره له نږدې کار وکړي.

ده دا هم وویل، د سولې خبرې دې د افغانانو له سترګو نه پټېږي او خبرداری ورکړ چې افغانستان ښايي ویجاړ شي که چېرې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین او روسیې باور راخپل نه کړای شي.

"امریکا باید هڅه وکړي زمونږ د ګاونډیو هېوادونو او هغو ځواکمنو هېوادونو په مرسته او همغږۍ په افغانستان کې سوله راولي کوم چې زمونږ شاخوا پراته دي. "

حامد کرزي وړاندې وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې به د امریکا هڅې بې ګټې وي که چېرې امریکایان د ایران، روسیې او چین پرضد اقدامات وکړي او که داسې وکړي نو افغانستان به هر مرو یوځل بیا ویجاړ شي.

پخواني ولسمشر دا هم وویل، چې افغانستان په خپل تاریخ کې له یو ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي او له افغانانو یې وغوښتل چې د امریکا لخوا د سولې له روان وروستي بهیر څخه دې ځان باخبره وساتي.

حامد کرزي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړی خو ویلي یې دي چې دا خبرې باید د افغانانو لخوا پرمخ بوتلل شي.

د حامد کرزي دغه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې شوي چې خلیلزاد په روانه اونۍ کې د افغان سولې په اړه د څو هېوادونو سفر پیل کړي او د نهې یا سې شنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG