لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس د پاناما په فېصله اورولو د نوي پاکستان بنياد اېښودی ؤ، عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، چيف جسټس د پاناما مقدمې په فېصله اورولو د نوي پاکستان بنياد اېښودی ؤ.

په پاناما قضيه کې په کال ۲۰۱۷م کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف نااهله کړی شوی او د چوکۍ څخه لرې کړی شوی ؤ.

د پاکستان تحریک انصاف انتخابي نعره وه نوی پاکستان به جوړوي.

عمران خان پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په (ملک کې سېوا کېدونکې ابادۍ پله د پاملرنې) د سرخط لاندې راجوړې غونډې ته په وېنا کې ویلي، چيف جسټس په پاناما مقدمه کې تاريخي فېصله اورولې او د نوي پاکستان بنياد يې اېښودی ؤ.

د سپريم کورټ په اډيټوريم راجوړې غونډې ته په وېنا کې عمران خان چيف جسټس میا ثاقب نثار ته په مخاطب کولو سره وويل، چې هغه (عمران خان) يې د تورن نه د مېلمه په حېث بللی دی.

د عمران خان د نوي پاکستان د بنياد اېښودو او د چيف جسټس مننې کولو ته په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی چې عمران خان په پاناما مقدمه کې د سياسي مخالف پرضد فېصله اورولو باندې د چيف جسټس مننه کړې.

دغه خبره ژورنالسټې او فعالې ماروي سرمد په ټیويټر ليکلې او ويلي يې دي هغه د موضوع (ابادۍ) په اړوند هيڅ نه دي ویلي.

صحرانورد په ټویټر د عمران خان د وېنا هغه برخه په ټويټر اچولې چې پکې خان د نوي پاکستان د بنياد اېښودو خبره کوي.

په خپله وېنا کې عمران خان خپله هغه خبره بيا تکرار کړې چې تېرو حکومتونو د ملک دپاره هيڅ نه دي کړي.

دستورې ته چيف جسټس ميا ثاقب نثار او مولانا طارق جميل هم وېناوې کړي او د سېوا ابادۍ په اړوند او په ملک کې د اوبو د کموالي په موضوع يې خبرې کړي دي.

په ياده دستوره کې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيرانو، د سپريم کورټ ججانو او وزيرانو ګډون کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG