لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټولټنبرګ: د نېټو اتحاد په افغانستان کې سولې ته ژمن دی


د نېټو هېوادونو د اتحاد سيکرټري جنرل سټولټنبرګ ويلي، په افغانستان کې د سولې د خبرو د وروستوالي او مرګ ژوبلو زياتېدو باوجود نېټو په دغه هېواد کې د سولې ژمنه کوي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ په برسلز کې د نېټو هېوادونو د وزيرانو په کچ دوه ورځنۍ غونډې ته په وېنا کې هغه وويل " مونږ نن بيا په افغانستان کې د اوږدې مودې د سولې او ثبات ژمنه کوو ".

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشرۍ دپاره نومول شوي لفټننټ جنرل کېنېت مېکنزی روانه اوونۍ د امریکا د سېنېټ د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته ويلي افغان ځواکونه لا نه دي توانېدلي چې طالبان بې وسلې کړي.

د رپوټونو ترمخه طالبان دا وخت په افغانستان کې نزدې ۶۰ زره دي، او د نېټو ځواکونه د ځايي افغان ځواکونو د مشورۍ او مرستې دپاره ۱۶ زره سرتيري لري.

په افغانستان کې د کال ۲۰۱۵نه وروسته نېټو جګړه ييز ماموريتونه پرېښودي او په له دې دغې په راوروستو کلونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېره بيا سېوا شوې ده.

تېره مياشت افغان صدر اشرف غني ويلي ؤ په دغه موده کې د افغانستان ځايي ۳۰ زره سرتيري وژل شوي دي.

سټولټنبرګ ویلي طالبان په دې پوهه دي چې روانه جګړه يواځې د تاوان سبب ګرځي، او دوي بايد د خبرو مېز ته راشي او نېټو د افغانستان مرستې ته ژمنه ده.

نوموړي د مرګ ژوبلو د سېوا کېدو د خبرې اعتراف کړی او زیاته کړې يې ده کله کله د تشدد سېوا کېدو د لارې ځينې فريقېن د ښه موقعيت ترلاسه کولو هڅه کوي.

د غونډې وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ویلي، هېواد يې لېواله دی چې د جګړې پای ته رسولو په لړ کې د نېټو او نړیوالو ملګرو سره همکاري وکړي.

په برسلز کې د غونډې وروسته د نېټو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو يو ځل بيا د طالبانو او افغان دولت نېغ په نېغه خبرو غږ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG