لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ياسر شاه د ۲۰۰ لوبغاړو اؤټ کولو ۸۲ کلن ريکارډ په خپل نوم کړو


د پاکستان کرکټ لوبډلې پښتون سپېنر بالر ياسر شاه په ټېسټ، پينځه ورځنيو لوبو کې د ۲۰۰ لوبغاړو ۸۲ ريکارډ مات کړو او لومړی بالر شو چې په کمو ۳۳ سياليو کې يې ۲۰۰ لوبغاړي اؤټ کړل.

ياسر شاه د نيوزي لېنډ پرضد په ابوظهبي کې په روانه سيالۍ کې د ويليم سمروېل په اؤټ کولو سره په خپل ۳۳ ټېسټ لوبه کې ۲۰۰ وکټې پوره کړې.

له دې وړاندې دا ريکارډ د اسټریليا د ليګ سپېنر کلېرک ګرېمټ سره ؤ او هغه په ۱۹۳۶م کې د جنوبي افريقې پرضد په خپل ۳۶م ټېسټ کې ۲۰۰ وکټې پوره کړې وې.

شاه له دې وړاندې د نيوزي لېنډ پرضد سيالۍ کې ۱۴ لوبغاړي اؤټ کړي او په دغسې کولو يې د عمران خان د کال ۱۹۸۲م ریکارډ برابر کړی ؤ.

ياسر شاه په نهه ټېسټ سياليو کې ۵۰ لوبغاړي اؤټ کړي او په پاکستان کې دغه ريکارډ هم لري چې په کمو ټېسټ سياليو کې يې ۵۰ لوبغاړي اؤټ کړي وو.

هغه په ۱۷ ټېسټ سياليو کې ۱۰۰ وکټې پوره کړې او دلته د انګلېنډ په جورج لېمند پسې په دوېم نمبر دی جورج په ۱۶ سياليو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې وې.

د خېبرپښتونخوا د صوابۍ سره تعلق لرونکي ۳۲ کلن ياسر شاه په کال ۲۰۱۴م کې د اسټریلیا پرضد د ټېسټ سياليو پېل کړی ؤ.

هغه په ۱۹ يو ورځنيو سياليو کې ۱۹ وکټې هم ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG