لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې وزله پښتنو وهل:اعظم سواتي اخر هم وزارت نه استعفا ورکړه


دپاکستان دسائنس اؤ ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي وروسته له هغې دخپل منصب نه استعفا ورکړې ده چې پرون سترې محکمې وویل دهغه په ضد دائين د ارټيکل ۶۲ (اېف ون) لاندې مقدمه چلېدی شي.

په اعظم سواتي تور دی چې داکتوبر په میاشت کې یې اسلام اباد کې خپل غریب همسایه ګان دجګړې له امله په پولیسو نیولي وؤ اؤ داسلام اباد دپولیسو مشر یا ایي جي یې یوازې له دې امله بدل کړی ؤ چې ولې یې دهغه ټيلي فون ته ځواب نه دی ویلی.

د زیارت په ورځ ښاغلي سواتي د وزیراعظم عمران خان سره لیدلي اؤ هغه ته یې خپله استعفا ورکړې چې وزیراعظم منلې اؤ دغسې هغه دخپل منصب نه یوې ډډې ته شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي چې اعظم سواتي وزیراعظم ته ویلي چې هغه په موجوده وضعیت کې خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولی اؤ په اخلاقي توګه غواړي چې د وزارت نه مستفعي شي .

د اعظم سواتي پرضد په ستره محکمه کې په دولتي زمکه د ناجايزه قبضې او پوليس افسر د بدلولو اورېدنه پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ شوې وه.

دسواتي بخت څنګه نسکور شو؟

داکتوبر په میاشت کې په میډیا د اعظم سواتي دملازمانو لخوا دباجوړ سره دتعلق لرونکې یوې غریبې کورنۍ دوهلو ټکولو اؤ بیا پولیس ته دسپارلو دخبرنه وروسته چې کله دا خبره هم مخې ته راغله چې اعظم سواتي د اسلام اباد دپولیسو مشر یوازې له دې کبله بدل کړی چې ولې یې دهغه ټیلي فون ته ځواب نه دی ویلی نو مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ددغه پېښې له خپله انده نوټس اخستې ؤ.

سواتي او ياده کورنۍ وروسته عدالت ته وړاندې شوي او ويلي يې ؤ چې دوي په خپل مينځ کې روغه جوړه کړې ده خو سپريم کورټ د نومبر په سر کې د سواتي په اړوند د پلټنو دپاره ګډه پلټنيزه کميټي (جي ايي ټي) جوړه کړې وه.

د ځايي ميډيا ترمخه جي ايي ټي د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ عدالت خپل رپوټ وړاندې او د پوليس افسر په بدلولو کې يې سواتي تورن کړی ؤ.

دسواتي بخښنې قبلولو نه د محکمې انکار

اعظم سواتي عدالت ته ويلي وؤ د هغه په اړوند د جي ايي ټي دريځ سم نه دی، او د ځايي میډيا ترمخه محکمې د اعظم سواتي معافي نامه نه وه قبول کړې.

وروسته د هغه وکيل ويلي وؤ چې که د ائين د ارټيکل اېف ون لاندې د سواتي پرضد د مقدمې جوړولو له دې وړاندې کوم مثال نشته، په ځواب کې عدالت ويلي وؤ دا مقدمه به مثال جوړ شي.

چيف جسټس مياثاقب نثار ويلي ؤ اعظم سواتي د وخت حکمران دی، اؤ پوښتنه یې کړی وه چې ايا د وخت واکمن د اولس سره دغه رنګ رويه کولی شي؟، هغه ويلي وؤ ، ولې نه چې اعظم سواتي د ملک دپاره مثال جوړ کړو.

عدالت د ارټيکل ۶۲ اېف ون د مقدمې جوړولو دپاره خالد جاوېد او فېصل صديقي مرستيالان جوړ کړي چې وګوري چې مقدمه څنګه جوړېدی شي.

د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ اېف ون

د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ اېف ون شق وايي د پارليمان غړی به رښتونی او ایماندار (صادق او امين) وي. او سپريم کورټ روان کال په يوه اورېدنه کې ويلي ؤ چې څوک (صادق او امين) نه وي هغه بل تلعمري نااهله وي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د ائين د دغه مادې لاندې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او د هغې وروستو د تحريک انصاف ګوند يو مشر جهانګير ترين هم عدالت نااهله ګرځولی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG