لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دزلمي خلیلزاد دسفر پرمهال امریکا پاکستان ته هیڅ شرط نه دی ایښی


پاکستان امریکا سره دخپلو خبرو پیل ګټور ګرځولی اؤ ویلي یې دي هر څو که خبرې د “څه واخله،څه راکړه” په اساس کیږي خو د زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته دسفر په مهال امریکا پاکستان ته هیڅ رقم شرط نه دی ایښی.

دپنجشنبې په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو پر مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي زلمي خلیل زاد پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې د روانو هڅو لړ کې دپاکستان لخوا د خپلې بشپړې مرستې باور ورکړل شوی.

ویاند وویل دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ وزیراعظم عمران خان ته په رالیږلي لیک کې په دې خبره ټینګار کړی چې په سیمه کې یې مهمه ترجیح افغانستان کې دامن ټینګښت ته ده.

اسلام اباد ته د زلمي خلیل زاد دسفر نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک د لارې دطالبانو افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېنولو کې مرسته غوښتې ده.

د زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته د راتګ سره سم په نړیوالو رسنیو کې دعوې شوې وې چې دقطر څخه دطالبانو یو لوړ پوړی پلاوی هم اسلام اباد ته رسیدلی ترڅو افغانستان کې دسولې په اړوند دامریکایي استازي اؤ پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو طالبانو نه خو ددغه دعوې پخلی کړی اؤ نه یې تردید کړی دی.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند هم پاکستان ته د طالبانو د هېئت د ورتګ څخه لاعلمي وښودله خو وئ وویل هرڅوک په دې خبره باوري دي چې افغان ستونزه پوځي هواری نه لري بلکې دا به دسیاسي لارې هواریږي.

امریکایې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په پیل کې په پاکستان سخت تورونه لګولي وؤ چې امریکا یې نه یې په فریب ۳۳اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي.

په دې وروستیو کې امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلي دي .

ښاغلي فیصل وویل دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ دائتلافي همکارۍ په پنګو خبرې بیا پیل شوي اؤ امریکا په دې خبرو کې پاکستان ته هیڅ‌ شرط نه دی ایښی خو هغه نه ده واضحه کړې چې امریکا ورته بیرته ددغو پنګو د ورکړې باور ورکړی که نه؟

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ دامهال افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیل زاد د اتوؤ هیوادونو په سفر راوتلی دی.

اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره له لیدنې وروسته ټاکل شوې چې زلمی خلیل زاد به دکابل اؤ قطر سفرونه هم کوي .

څیړونکي وایي پخپل دې سفر کې به ښاغلی خلیلزاد د افغان دولتي چارواکو اؤ سیاسي مشرانو ترڅنګ طالبانو سره هم لیدنې کوي اؤ هغوئ نه به وغواړي چې نور باید مخ پرمخ دسولې خبرو ته کښېني.

امریکایي استازي تیره تر دې وړاندې تیره میاشت کابل ته دخپل سفر په مهال یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې هیله ښکاره کړې وه چې طالبان اؤ افغان حکومت باید افغانستان کې د ولمسشرۍ د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه یوې موافقې ته ورسیږي ترڅو دغو ټاکنو کې طالبانو ته هم دبرخې اخستو زمینه برابره شي

XS
SM
MD
LG