لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: د پښتنو خلاف پوځ له وخته کاروایي کوي، اوس دې بیا شوق پوره کړي


واشنګټن ډي سي ــــ د پاکستاني پوځ د ویاند خبرداري ته چې که پي ټي ایم نور پر مخ لاړ شي پوځ به یې په ضد ګام پورته کړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ځواب کې ویلي، چې پوځ پخوا هم د پښتنو په ضد عملیات کړي او "اوس دې بیا دا عادت او شوق پوره کړي".

له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي پښتین ویلي، چې غوښتنې یې نه دي منل شوې او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي، که پوځ یې په ضد ګام پورته کوي نو دوی خو یې مخه نه شي نیولای:

"که ریاست وي زموږ غوښتنې دې پوره کړي او که د آقا او غلام کیسې وي بیا به د دوی ډنډې وي او موږ به یو، دوی خو همېشه انتشار جوړ کړی دی، موږ خو تر اوسه انتشار نه دی جوړ کړی".

د پاکستاني پوځ ویاند د زیارت- پنجشنبې په ورځ په مرموزو ټکو کې ګواښ وکړ او ویې ویل چې ریاست له پښتون تحفظ موومنټ سره ډېره همکاري وکړه خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.

په پینډۍ کې د خبري غونډې په مهال د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور وویل، د پښتون ژغورنې د غورځنګ درې غوښتنې وې، چیک پوسټونه لرې کول، ښخ شوي ماینونه پاکول او د بې درکه کسانو خوشي کول.

وایي د چیک پوسټونو شمیر کم شوی، 44 فیصده ماینونه پاک شوي او د پاته ورکو خلکو په موندلو پسې پلټنې روانې دي، خو منظور پښتین وایي چې د دوی غوښتنې درې نه، بلکې پینځه دي:

"زموږ غوښتنې په خبرو نه حل کېږي په عمل حل کېږي، خو بیا خامخا دوی وایي چې پوځي کاروایي به ورباندې وکړو، موږ خو بېوسه خلک یې غوښتنه مو وکړه خو په ریاست بده لګېږي او څوک خبره نه کوي".

آصف وایي سره له دې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه سوله ییز دي، خو دوی چې د پوځ په ضد څه ډول نعرې وهي، هسې نه پوځ یې په ضد ګام واخلي.

منظور پښتین وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه غوښتنې دا دي:

- لومړی: راو انوار ته دې سزا ورکړل شي ځکه چې وایي د سیند جي آی ټي هغه مجرم پېژندلی، خو وایي دا غوښتنه یې نه ده منل شوې.

- دویم: د غیرعدالتي وژنو د پلټنو لپاره دې د ریښتیا سپړلو یو کمېشن جوړ شي خو جوړ نه شو.

- درېیم: ټول جبري ورک خلک دې عدالت ته وړاندې شي، که مجرمین وي سزا دې ورکړل شي که نه وي خوشي دې شي، خو وایي شاوخوا 1000 کسان خوشي شوي هغوی په غیرعدالتي طریقه خوشي شوي چې دا د دوی غوښتنه نه وه.

- څلور: په قبایلي سیمو کې دې تر کومې پېښې وروسته پر عامو خلکو تشدد نه کېږي او هدفي عملیات دې کوي، خو وایي اوس هم دا کار کېږي او په وروستیو کې په باجوړ او وزیرستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پر عامو خلکو تشدد شوی دی.

- پینځه: د ماینونو د پاکولو غوښتنه وه خو ماینونه لا په بشپړه توګه نه دي پاک شوي. همدا نن ډېره اسماعیل خان روغتون ته د جنوبي وزیرستان یو ځوان راوړل شوی، چې د پلار یو زوی وو او په ماین کې معذور شوی دی. په سوات کې هم په دې اوونۍ کې درې ماشومان په ماین کې الوتي، په خیبر کې هم یو سپین ږیری پکې الوتی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG