لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وايي، د ټرمپ سره یې په ټويټر جګړه نه وه، مالومات يې سمول غوښته


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره یې په ټويټر جګړه نه وه، او هغه غوښتل چې ټرمپ ته تاريخي حقيقتونه ور په ياد کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تېره میاشت په ټویټر په پاکستان کې د اسامه بن لادن پټ اوسېدل او د افغانستان حالات دوه مثالونه ورکړي او ويلي يې ؤ پاکستان له امریکې سره هیڅ مرسته نه ده کړې، خو اربونه ډالره یې ترې هسې اخیستي دي.

د صدر ټرمپ د ياد ټویټ په بدل کې عمران خان د صدر ټرمپ دعوؤ ته غلطې ويلې وې.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

ښاغلي خان د واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د طالبانو په پاکستان کې موجودګۍ ته په ځواب کې ويلي، چې کله هغه په واک کې راغلی د امنیتي ادارو نه يې ځان خبر کړی په پاکستان کې د طالبانو پټې ځالې نشته او که امریکا يې ورته په ګوته کړي پاکستان به يې پرضد ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې د طالبانو پټې ځالې نشته خو که موجود هم وي نو دوه يا درې زره به وي او په پاکستان کې موجودو د افغان کډوالو کېمپونو ته به تګ راتګ کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د سولې مېز ته د راوستلو د امریکايي صدر د خط په ځواب کې عمران خان ويلي، ٬٬په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او مونږ به د دې دپاره هر څه کوو او مونږ به په هغوي (طالبانو) فشار واچوؤ داسې ويل اسان دي خو داسې کول دومره اسان نه دي،،.

د عمران نه په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د موجودګۍ او د هغوي په شا د لاس لرلو پوښتنه شوې خو نوموړي يې په ځواب کې ويلي، هغه په دغو تورونو نه پوهيږي، او د ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ د ترهګرو بريدونو نه تر د ۱۹۸۰م پورې د روس پرضد جهاد يادګېرنه يې کړې ده چې په دغو پېښو کې د پاکستان لاس نه ؤ خو دا هر څه پاکستان ته ورپه غاړه کړی شو.

د ۱۱م ستمبر په ترهګرو بريدونو تورن د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې امریکايي عسکرو وژلی ؤ، او د افغان طالبانو مشر ملامنصور هم د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د عمران خان نه پوښتنه شوې چې هغه د امریکا د لاسه د اسامه بن لادن د وژنې په حق کې خبره نه وه کړې او دغه وژنې ته زیاتی ويلی ؤ.

په ځواب کې خان ويلي ؤ، دا د اسامه بن لادن وژنه نه وه دا په پاکستان بې باوري وه، هغه ويلي پاکستان بايد د اسامه بن لادن د وژنې نه وړاندې خبر کړی شوی وی، او هغه (عمران خان) نه دی خبر چې اسامه بن لادن د چرته نه راغلی ؤ.

د امریکا سره د پاکستان د اړیکو جوړولو په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې عمران خان ويلي، داسې اړیکې نه غواړي چې د جګړې کار ترې واخلي او زیاته کړې يې ده چې د امریکا سره د چين په څېر اړيکې ولري.

عمران خان د امریکا سره د اړيکو جوړولو بلې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، ٬٬ څوک به نه غواړي چې د سُپرپاور (عالمي قوت) سره یې دوستي وي،،.

XS
SM
MD
LG