لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:نه به پردۍ جګړې وکړو،نه به چاته ټیټ شو


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي په ډاګه کړې ده چې پاکستان به نه خو پردۍ جګړې کوي اؤ نه به دچا په وړاندې ټیټیږي،بلکې دټولو څخه به دامن غوښتنه کوي.

په اسلام اباد کې دبلوچستان طالبعلمانو ته خپله وینا کې عمران خان ویلي پرون چې کومو خلکو په مونږ دلا نورو اقداماتو ټینګار کولو نن هغه خلک افغانستان کې دسولې اؤ خبرو اترو دپاره زمونږ مرسته غواړي.

هغه وویل “نن مونږ دیو عظیم هیواد په توګه ځکه راپورته نه شو چې مونږ په ټیټېدو اؤ ځولۍ غوړولو خلکو ته دا تاثر ورکړی دی چې که چرې د سپرپاور دپاره مو جګړه ونه کړه نو هیواد به تباه شي”

خو د وزیراعظم وینا وه چې “نور به مونږ نه خو پردۍ جګړې وکړو اؤ نه به چاته خوشامندې وکړو بلکې په عزت سره به ژوند غواړو اؤ ژوند به کوؤ”

هغه وویل کله چې ورته ویل شول چې دافغانستان په اړه نور ګامونه واخلئ مونږ درته پیسې درکوؤ تاسو زمونږ جګړه وکړئ نو هغه ځواب ورکړی ؤ چې دافغان ستونزې حل په جکړو کې نه دی اؤ نن هغه خلک مونږ نه د مزاکراتو لړ کې مرسته غواړي.

عمران خان تر دې وړاندې د امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره یوه مرکه کې هم ویلي وؤ چې پاکستان امریکا سره داسې اړیکې نه غواړی چې پکې پاکستان د یو ټوپکمار په توګه وکارول شي بلکې غواړي چې دا اړېکې دې دپاکستان اؤ چین داړیکو په څیر په تجارت ولاړې وي.

امریکا سږکال په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې ددې تورونو په اساس تړلي چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ډلو ته خوندي ځالي ورکړي اؤ دطالبانو اؤ نورو ترهګرو په ضد یې قناعت بخښونکي ګامونه نه دي اخستي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې تر ټولو سترې قربانۍ ورکړي دي.

دخیبرپښتونخوا سنئیر خبریال بخت زاده یوسفزی وایي چې دعمران خان حکومت که هرڅو د تیرو سیاسي حکومتونو په پرتله دامریکا په وړاندې دستغ دریځ خپلولو توان لري خو د هیواد خطرو سره مخ اقتصادي وضعیت به دا اجازت ورنکړي چې امریکا سره تربګنۍ ته غاړه کښیږدي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بخت زاده یوسفزئ ویلي چې امریکا اوس په سیمه کې تر ټولو زیات ارزښت افغانستان کې سولې ته ورکړی اؤ غواړي چې پاکستان طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.

هغه وویل هر څو که دخپل ضرورت ترمخه لا تر دې دمه امریکا دپاکستان سره د دوستۍ په ژبه خبرې نه دي کړي اؤ نه یې داسې کوم باور ورکړی چې ګنې پاکستان ته به تړل شوې پوځي‌ مرستې بیا بحال کړي خو خو پاکستان بیا هم خوشبینه دی چې امریکا به ورسره د افغان کشالې دهواري په اړوند راتلونکي کې د نرمښت نه کار واخلي.

ښاغلی یوسفزی وایي امریکه په کراتو،کراتو په پاکستان بې باوري ښودلې ده اؤ د روان کال په پیل کې د صدر ټرمپ ټوئټس ښایي چې کله به هم امریکا پاکستان سره یوازې په تجارتي اړیکو مطمئنه نه شي بلکې غواړي به چې پاکستان په سیمه اؤ افغانستان کې خپلې پالیسۍ بدلې کړي .

هغه وویل پاکستان هم اوس د نړیوالو فشارونو له امله اړ دی چې دافغانستان په اړه خپله تګلاره کې یو څه بدلون راولي خو دابه ګرانه وي چې دامریکا مخې ته ودریږي اؤ په ځان نړیوالې مرستې بندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG