لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې سخت زړي خاوند دغیرت په نوم خپله ښځه اؤ درې وړې لوڼه وژلي


دپاکستان په پنجاب ایالت کې یو تن د غیرت په نوم خپله میرمن اؤ درې ماشومانې لوڼه وژلي اؤ پولیس وایي چې په دغو وژنو کې ککړ قاتل یې نیولی دی.

دپاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه پېښه د پنجاب دمظفر ګړهـ په علي پور سیمه کې اوړمه ورځ رامینځته شوې .

پولیس وایي چې افضل نومې یو تن پخپله میرمن شکي وؤ چې کردار یې ښه نه دی اؤ له دغه امله یې تیره ورځ خپله ښځه عذرا بي بي، درې لوڼه درې کلنه مصباح،څلور کلنه تسکین اؤ ۱۰کلنه ګړیا په چړو وهلي اؤ وژلي دي.

دبشري حقونو سازمانونه وایي په پاکستان کې دښځو په ضد دتشدد اؤ تاؤ تریخوالي لړۍ ورځ تر بلې غځیږي اؤ دپنجاب ترڅنګ بیلابیلو سیمو کې ښځې نه یوازې د غیرت په نوم په بې دردۍ وژل کیږي بلکې ذهني،جنسي اؤ جسماني تشدد پرې هم کیږي.

دپنجاب ترڅنګ په خیبر پښتونخوا صوبه کې هم د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالي کچه په دې روستیو کې زیاته لوړه شوې اؤ یوازې په تیرو نهو میاشتو کې دغلته ۲۱۲ میرمنې وژل شوي چې په هغې کې ۴۴ دغیرت په نوم وژنې هم شامل دي.

پاکستان کې د میرمنو دحقونو دپاره په مبارزه د بوخت غیر دولتي سازمان یوه مشره رخشنده ناز وایي چې دغیرت په نوم اؤ نورو پېښو کې د وژل کیدونکو اؤ ځورول کیدونکو ځېنو میرمنو د وژلو اؤ‌ ځورولو پېښې خو مخې ته راشي خو ډیرې میرمنې داسې هم شته چې هغوئ دځان په ضد په شوؤ تیریو غلي پاتې کیږي اؤ دخپلې رسوایۍ له امله غږ نه کوي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې میرمن ناز ویلي پاکستان کې قانوني نیمګړتیاوې هم ښځو ته دانصاف ورکولو په مخه کې خنډ شوي ځکه ورځ تر بلې د ښځو په ضد د تاؤ تریخوالي لړۍ پراخیږي.

هغې ویلي که یو خوا ښځه زړوره نه ده چې خپله خبره په ډاډه وکړي نو بلخوا دقانون په مرکزونو کې هم دښځو غږ نه اوریدل کیږي اؤ تر ټولو ستر غم دادی چې په محکمو کې هم ښځو ته په سمدستي توګه انصاف نه ورکول کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG