لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټول پاکستان کې سبا د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي


په پاکستان کې سبا د پوليو ضد څاڅکو د کال وروستی کمپاين پېل کيږي چې پکې به د پينځه ؤ کالو نه د کم عمر ۳۸.۷ ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو پروګرام د خبرپاڼې ترمخه سبا د ۱۰م دسمبر نه د صوبې په ټولو ضلعو کې کمپاين پېليږي او د ۱۳م دسمبر پورې به روان وي.

په ياد کمپاين کې به د صوبې ټولې ابادۍ او د افغان کډوالو تر څنګ په ملک کې دننه د کډوالو په ۱۱۲ کېمپونو کې ټولو ۵۸ لاکه او ۸۷ زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کيږي.

د پوليو د رنځ د خاتمې دپاره د ملکي پروګرام ترمخه پاکستان کې سږ کال د پوليو اته پېښې رپوټ شوي دي.

په يادو اته ؤ پېښو کې درې د بلوچستان په دکي ضلع، دوه په قبايلي ضلع باجوړ، يوه په خېبر، يوه په چارسده او يوه د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې رپوټ شوې ده.

قامي ادارې ويلي په کال ۲۰۱۴م کې په پاکستان کې د پوليو ۳۰۶ پېښې رپوټ شوې وې او سږ کال دا شمېر ۹۷ راکمه شوې ده.

په کال ۲۰۱۸م کې يواځې پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه پاتې دي چرته چې د پوليو پېښې رپوټ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG