لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتین کوټې ته نه دی پرېښودل شوی،الوتکه کې اسلام اباد ته ولیږل شو


دبلوچستان حکومت دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ته بلوچستان ایالت ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې اؤ دامنیتي ځواکونو لخوا هغه کراچۍ نه کوټي ته په راغلې الوتکه کې بیرته اسلام اباد ته لیږل شوی دی .

ټاکل شوې وه منظور پشتین به نن (دوشبنه) دخپلو نورو ملګرو سره کوټې ښار ته ځي اؤ دغلته به دبې درکه کړل شوؤ بلوڅانو سره دیووالي ښودلو دپاره دپریس کلب مخې ته په لګول شوي احتجاجي کیمپ کې برخه اخلي اؤ ددې ترڅنګ به دپي ټي ایم په ځېنو غونډو کې هم ګډون کوي.

د پښتون ژغورنې دغورځنګ یو سیمه ییز فعال احسان الله میاخیل وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي نن غرمه چې کله منظور پشتین اؤ دهغه د ډلې دوه نور ملګري دکوټی هوایي ډګر ته ورسیدل نو دغلته امنیتي مامورینو را ایسار کړل اؤ د هوایي ډګر نه د بهر وتلو اجازه یې ورنکړه.

منظور پشتین کوټې ته دنه پرېښودل کیدلو په اړوند حکومتي حکمنامه
منظور پشتین کوټې ته دنه پرېښودل کیدلو په اړوند حکومتي حکمنامه

خو دایف ایي ای یو لوړ پوړي چارواکي ډیوه ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دمنظور پشتین کوټې ته په نه پریښودلو کې د امنیتي ځواکونو هیڅ لاس نه شته بلکې دبلوچستان صوبايي حکومت امر کړی ؤ چې منظور پشتین دې کوټې ته پرې نه ښودل شي.

هغه ویلي صوبایي حکومت کوټې ته د منظور پشتین دنه پرېښودو په اړوند د وړاندې څخه باقاعده اعلامیه هم خپره کړې وه.

دپي ټي ایم فعال ښاغلی میاخیل وایي چې دمنظور پشتین هرکلي دپاره د پي‌ ټي ایم په شلګونو فعالین هوایي ډګر ته ور وتلي وؤ خو هغوئ هغه وخت د سختې مایوسۍ سره مخ شول چې منظور پشتین اؤ ملګري یې دهوايي ډګر نه بیرته یوه الوتکه کې کراچۍ ته ولیږل شول.

دعوامي نيشنل پارتۍ څخه ويستل شوې سیاستمدارې بشري ګوهر دبشري حقونو دورځې په اړه پخپل ټويټر پيغام کې ويلي دبشري حقونو په دې ورځ دبلوچستان ګوډاګي حکومت منظور پښتون کوټې ته له داخليدو منعې کړيدى او هغه يې په يوه الوتکه کې بيرته کراچۍ(په اصل کې اسلام اباد) ته ستون کړيدى، هغې په دې عمل پوښتنه راولاړه کړې چې دا څنګه ازادي ده؟

قانون پوهه ولي خان ناصر چې پخپله هم دمنظور پشتین هرکلي دپاره دکوټې په هوایي ډګر ولاړ ؤ وائس اف امریکا ډیوه ته یې ویلي د منظور پشتین کوټې نه راپریښودل یو غیرقانوني عمل دی ځکه چې هغه ددې هیواد وګړی دی اؤ هر وګړي ته د هیواد ائین اؤ قانون حق ورکوي چې له یو ښاره بل ښار ته سفر وکړي.

هغه ویلي منظور پشتین چې دکراچۍ نه په کومه الوتکه کې کوټې ته راغلی ؤ دهغې الوتکې نور ټول مسافر دهوایي ډګر نه بهر راپریښودل شوي خو یوازې دپشتین اؤ دهغه دملګرو مخه نیول شوې.

په عین حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دکوټې فعالینو ددې عمل خلاف دسخت احتجاج کولو اعلان کړی اؤ دکوټې نه د ډیوه راډیو دخبریال دمخې دا مهال د پي ټي ایم غړي داحتجاج دپاره دکوټې پریس کلب مخې ته د ورغونډیدو په حال کې دي.

تر دې وړاندې وړاندې تیره اوونۍ دسندهـ صوبې حکومت هم درېوو میاشتو دپاره سندهـ صوبه کې په منظور پشتین دبندیز اعلامیه خپره کړې وه خو په تولنیزو رسنیو ددغه بندیز په ضد دسخت غبرګون نه وروسته دسندهـ حکومت خپله دغه اعلامیه واپس اخستې وه.

کوټې ته دمنظور پشین د ورتګ مخه په داسې حال کې نیول شوې چې نن په ټوله نړۍ کې دبشري حقونو نړیواله ورځ نمانځل کیږي اؤ دپاکستان صدر اؤ وزیراعظم عمران خان پخپلو پیغامونو کې ویلي چې موجوده حکومت دبشري حقونو ساتنې ته ژمن دی.

په کال ۱۹۴۸ کې دملګرو ملتونو عمومي شورا دبشړي حقونو یو قرارداد منطور کړی ؤ چې په هغې دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ تقریباُ ټولو هیوادونو لاسلیک کړی ؤ اؤ منلې یې وه چې انسانانو ته به دغه قرارداد کې ذکر شوي حقونه ورکوي.

دنړۍ انسانانو دپاره دغو ذکر شوؤ حقونو کې راغلي چې هغوئ به دخپلې خوښې په اساس ژوند ژواک اؤ دخپلو خیالاتو اظهار کوي،د رنګ نسل اؤ ذات په اساس به هیچا سره توپیري چلند نه کیړي،دقانون نظر کې به ټول انسانان یو برابر وي،هیڅوک به په ظالمانه توګه نه نیول کیږي،عدلیه اؤ مقننه به بې پلوه وي اؤ هر تورن تن به ترهغې بېګناه ګڼل کیږي ترڅو چې پرې په بشپړ ډول ثابت شوی نه وي.

XS
SM
MD
LG