لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عافیه صدیقي عمران خان ته:د ټولو مسلمانانو "خلیفه" دې لیدل غواړم


په امریکا کې د ترهګرۍ په تور بندي پاکستانۍ میرمنې ډاکټرې عافیه صدیقي دپاکستان وزیراعظم عمران خان ته هیله ښکاره کړې ده چې هغه عمران خان د ټولو مسلمانانو د“خلیفه” په توګه لیدل غواړي.

هغې دا هم ویلي چې عمران خان ته باید دهغه دتیرو وختونو تیروتنې وبخښل شي خو نه یې ده ښکاره کړې چې دعمران خان کومې تېروتنې یادوي؟ خو کیدی شي عافیه صدیقي دعمران خان په تیرو وختونو کې دلندن هاغه ژوند ته اشاره کوي چې په بیلابیلو وختونو کې پرې نیوکې شوي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر په یوه وینا پاڼه کې ویل شوي دامریکا په هوسټن کې دپاکستان دقونصلګرۍ جنرال قونصل په وروستي ځل دعافيه صديقي سره سږکال په نهم اکتوبر ليدنه کړې وه،

په دغه ليدنه کې عافيه صديقي پاکستاني قونصل جنرال ته خواست کړى و چې دهغې پيغام دې دپاکستان وزيراعظم عمران خان ته ورسوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت له مخې پخپل پيغام کې عافيه صديقي ويلي " زه له زندان څخه وتل غواړم، په امريکا کې زما بندي کول غيرقانوني دي ځکه چې زه تښتول شوې او امريکا ته راوستل شوې وم"

عافیه صدیقي چې دنائن الیون دپېښو په پلان جوړونکي اؤ دالقاعده دمهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده دکال 2008م دجولايي په مياشت کې دافغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو دخپل مشر ځوې احمد سره يو ځايې نيولې وه.

په هغې تور دی چې دنیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا دبريدونو پلانونه څرګندیدل.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

دپاکستان دخارجه وزارت بیان پاڼه وایي عافیه صدیقي دپاکستان قونصل جنرال ته دعمران خان دپاره ورسپارلي پیغام کې ویلي چې" څوک چې هم په عمران خان دهغه دتېرو وختونو دتيروتنو له امله نيوکه کوي بايد خپل دا عمل ودروي ځکه چې داسلامي قانون له مخې هغه بې قصوره دى،

عافیه صدیقي ویلي “دپيغمبر محمد(ص) له اصحابو هم پخپل ژوند کې تيروتنې شوې وې خو کله چې هغوي اسلام قبول کړو نو دهغوي دتیرو وختونو تيروتنې وبخښل شوې او هغوي بېګناه وګرځول شو،

هغې ویلي “دعمران خان معامله هم دغه شان ده هغه يوځل پخپله ويلي وو چې پخپل ژوند کې يې داسلام ښوونې ډیر وروستو ایزده کړې ،که چرې څوک په دې اړه شک لري نو زه ورسره بحث کولى شم "

هغې دپاکستان وزیراعظم عمران دخپلو اتلانو له جملې څخه بللی اؤ هېله یې ښکاره کړې چې غواړي عمران خان دټولو مسلمانانو د خلیفه په توګه وویني.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند ويلي دبهرنو چارو وزير شاه محمود قريشي به دير زر دهغې په خواست دعافيه صديقي دخور فوزيه صديقي سره په اسلام اباد کې ليدنه وکړي.

دعافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي دعوه لري چې امریکایي چارواکي په ځېنو شرطونو دعافیې خوشې کولو ته اماده دي خو دغه شرطونه یې میډيا ته نه دي ښکاره کړي.

پاکستاني سائنسدانې ډاکټرې عافيه صديقي ته په ٢٣م ستمبر کال ٢٠١٠م کې د وژنې دهڅې په ګډون د اوؤ تورونو په اساس د٨٦ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه اؤ اوس مهال دټيکساس دفورټ ورتهـ په يو زندان کې بندي ده.

دپاکستان دبهرنو چارو موجوده وزير شاه محمود قريشي دوه میاشتې وړاندې پخپل يو بيان کې ويلي وو دهغوي حکومت پاکستان ته دعافيه صديقي دبيرته راستنولو لپاره هڅې کوي خو هغه په ډاګه کړې وه چې دې لړ کې به قانوني اړتیاوې هم په نظر کې نیول وي.

XS
SM
MD
LG