لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: پغمان ولسوالۍ کې پرامنیتي سرتیرو ځانمرګی برید شوی


د افغانستان پلازمینې کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ځانمرګي برید کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو د موټرو کاروان په نخښه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل،

دا ځانمرګۍ برید نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې د امنیتي سرتیرو د موټرو په کاروان ترسره شو چې له امله یې ۴ تنه افغان سرتیري وژل شوي اویوشمیرنور ټپیان شوي دي.

دانش وویل ٬٬په دې پیښه کې چې په پغمان ولسوالۍ کې رامنځته شوې تلفات اوښتي د لومړنیو معلوماتو له مخې ۴ تنه سرتیري وژل شوي او شمیر نور ټپیان شوي دي ،،.

د دې خبر په اړوند درسره نور جزیات په لږه شېبه کې شریکوو.

XS
SM
MD
LG