لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داپوزیشن دوه نور مشران د غبن په تورونو نیول شوي


په پاکستان کې داپوزیشن ګوندونو دسختو نیوکو باوجود د اپوزیشن مشرانو دنیونې لړۍ دوامداره ده اؤ نن (سه شنبه) د نوازشریف دتیر حکومت یو بل وزیر خواجه سعد رفیق اؤ دهغه ورورهم دغبن په تورونو داحتساب ملي محکمې نیولي دي .

د ریلوی په دغه پخواني مرکزي وزیر اؤ دهغه په ورور خواجه سلمان رفیق تور دی چې د پیراګون په نوم یې داستوګنې په یوه پروژه کې غبن کړی دی.

خو دپخواني وزیراعظم نوازشریف نزدې ملګری خواجه سعد رفیق دا تورونه ردوي اؤ وایي دهغوئ د ګوند مشرانو نه سیاسي انتقام اخستل کیږي.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر اؤ د پخواني وزیراعظم نوازشریف کشر ورور میا شهباز شریف هم په دې وروستیو کې دغبن په تورونو د احتساب محکمې نیولی اؤ حکومتي مشران وایي چې ډير زر به نور مهم سیاسي مشران هم زندانونو ته ولیږل شي.

خواجه سعد رفیق اؤ دهغه ورور تر دې وړاندې محکمې ته د نیول کیدلو دمخه لنډمهاله ضمانت ورکړی ؤ خو نن یې دلاهور ایالتي محکمې نه غوښتنه کړې وه چې ددغه ضمانت موده باید نوره هم پراخه کړل شي.

دمحکمې لخوا د ښاغلي رفیق اؤ دهغه د ورور دضمانت موده کې د پراختیا د خواست په رد کیدلو داحتساب محکمې دغه دواړه وروڼه نیولي دي.

دنیول کیدلو نه ورسته دمحکمې د ودانۍ ترڅنګ دمسلم لیګ نواز ډلې فعالینو ته خپله وینا کې خواجه سعد رفیق دځان اؤ خپل رور نیونه سیاسي انتقام بللی اؤ ویلي یې دي چې داحتساب محکمه دا مهال دحکومت دغلام رول ترسره کوي.

دا مهال دپاکستان داپوزیشن ګوندونو ګڼ شمیر مشرانو باندې داحتساب محکمې له لوري دغبن مقدمې جوړې شوي دي چې یو شمیر شخصیات پکې نیول شوي اؤ ځینې نور دمحکمو پرېکړې ته انتظار کوي.

دپاکستان په پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند په مشر اصف علي زرداري هم په ناقانونه ډول وطن نه دپیسو ویستلو مقدمه محکمه کې روانه ده اؤ اؤ پخوانی وزیراعظم نوازشریف، دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر هم دغبن مقدمو سره مخ دي.

اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوي‌ چې دنیب دلارې دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد انتقامي کارروایي کوي خو نیب وایي چې په بې پلوه ډول یې داحتساب عمل ته دوام ورکړی اؤ چا چې غبن کړی هغه ته به ځواب ورکول وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG