لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م.م: په یمن کې ۲۰ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي


واشنګټن: د ملګرملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، په یمن کې شل میلیونه کسان له لوږې او دوه نیم لکه یې له بحراني حالت سره مخ دي.

دوی وايي، په جګړه ځپلي یمن کې د وږو کسانو په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی.

مارک لوکاک چې له یمن څخه راستون شوی خبریالانو ته وویل، بشري حالات په یمن کې په چټکۍ سره (ډرامټیکه توګه) خراب شوي او دا یو بد خبرداری دی.

ده وویل، د لومړي ځل لپاره ۲۵۰۰۰۰ یمنیان د خوراکي توکو له بې حده زیات کمښت او د خوارځواکۍ (مل نیوټریشن) له ګواښ سره مخ دي.

لوکاک دا هم وویل، چې دغه دوه نیم لکه له بحران سره مخ کسان د یمن په طایز، سعده، هجا او حدیده ښارونو کې دي.

ده دا هم وویل، چې یاد دوه نیم لکه کسان د بحران د پنځمې کچې کسان دي چې ددې کچې کسان یواځې په سوډان کې ۲۵۰۰۰ کسان دي.

نوموړي زیاته کړه نږدې پنځه میلیونه یمنیان د خوړو د بحران په څلورمه کچه کې دي چې له سختې ولږې، خوارځواکۍ او مړینې سره مخ دي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ هوايي بریدونو کې ښونځي، روغتونونه او د واده مراسم هم په نښه شوي دي چې په کې په زرګونو کسان مړه شوي دي.

بل لوري ته هوثي یاغیان د اوږده واټن ویشتونکي توغندي لري چې سعودي عربستان ته رسېږي او په سره سمندر کې هم بیړۍ په نښه کولای شي.

د یمن په تېرې څلور کلنې جګړه کې له لسو زرو څخه زیات یمنیان وژل شوي دي او له همدې امله په نړۍ کې د تر ټولو ستر بحران په سترګه ورته کتل کېږي.

لوکاک دا هم وویل، چې ملګري ملتونه پلان لري چې په راتلونکي کال کې له ۱۵ میلیونو کسانو سره مرسته وکړي او ددې موخې لپاره به د څلورو بیلینو ډالرو غوښتنه کوي.

ملګروملتونو د یمن د خلکو د مرستې لپاره سږ کال درې بیلینه ډالره غوښتي وو او تېر کال یې د دوه بیلینه ډالرو وړاندیز کړی وو.

XS
SM
MD
LG