لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:د لږکیو ژغورنې دپاره دچا درسونو ته حاجت نه لرو


پاکستان دمذهبي ازادیو د رپورټ په اړوند دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې بیان رد کړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان هیچا ته اړتیا نه لري چې دلږکیو د ژغورنې په اړوند ورته درسونه ورکړي.

د امریکې حکومت د مذهبي ازادیو د نړیوال قانون په اساس پاکستان د هاغو هېوادونو په کلني لیسټ کې شامل کړی چې پکې د لږکیو له مذهبي ازادیو سرغړونې کېږي.

دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي پاکستان د ګټونو مذهبونو یوه داسې ټولنه ده چې دبیلابیلو مذهبونو منونکي پکې په یو ځائ ژوند کوي .

دبیان له مخې دپاکستان ابادۍ کې څلور فیصده عیسیویان،هندوان،بدهـیان اؤ سکهان ژوند کوي اؤ دپاکستان ائین دوئ ته یو رقم حقونه ورکړي دي.

تیره ورځ د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې له تېر یوه کاله راهیسې څارل کېده، چې خلک پکې مذهبي ازادي نه لري او له مذهبي ازادیو یې سرغړونه کېږي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر په بیان کې دغه تورونه ناسم بلل شوي اؤ ویل شوي چې لږکیو ته دقانون سازۍ عمل کې دبرخې ورکولو دپاره پارلیمان کې دلږکیو ځانګړې څوکۍ بیلې کړل شوي دي اؤ دلږکیو دمذهبې مقاماتو اؤ جائیدادونو د ژغورنې دپاره عدلیې تاریخي پرېکړې کړي دي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزیر دتیرې ورځې بیان کې ویل شوي"د نومبر په 28مه ما برما، چین، اریتریا، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، سوډان، سعودي عرب، تاجکستان او ترکمنستان د "ځانګړي تړاو" له مخې د مذهبي ازادیو د سرغړونې پر سر په لیسټ کې شامل کړل

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو هېوادونو تر څنګ یې افریقایي هېواد کوموروس، روس او ازبکستان هم د څارنې ځانګړې لیسټ ته اچولي چې وایي د مذهبي ازادۍ د سرغړونو په ګڼو پېښو کې یې لاس لرلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پر خلکو اوس هم له دې امله تشدد کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي چې هغوی غواړي له خپلې مذهبي عقیدې او باور سره سم ژوند وکړي، خو وایي امریکا به مذهبي ازادیو پر سر دا ډول سرغړونو ته اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG