لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رحمان بابا په نوم پېښور نه کراچۍ ته دنوي اور ګاډي چلند پیل کیږي


دپاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې دپښتو د ستر صوفي شاعر رحمان بابا په نوم دپېښور نه کراچۍ ته د تیز رفتاره اور ګاډي چلولو خدمات پیل کوي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د پښتو دستر شاعر خوشحال خټک په نوم هم دپېښور اؤ کراچۍ تر مینځ اور ګاډی چلیدلی دی.

کراچۍ په ټوله نړۍ کې دپښتنو تر ټولو ستر ښار یادیږي چې د ناتائیده شمیرو له مخې پکې د ابادو پښتنو شمیره تر ۶۰ لکو اوښتې ده .

دپېښور د ریل اسټیشن مشر محمد شعیب وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې د رحمان بابا ایکیسریس په نوم دا نوی اور ګاډی به د ۲۳ دسمبر څخه د روزانه په اساس کراچۍ ته تګ پیل کړي اؤ دچلند دپاره یې ټولې تیارۍ سرته رسول شوي دي.

داسټیشن ماسټر وینا ده چې د نورو اور ګاډو په پرتله به ددې اور ګاډي رفتار چټک اؤ کرایه کمه وي.

“رحمان بابا ایکسپریس به دنورو ګاډو څخه د شپږو نه نیولې تر لسو ساعتو وړاندې په ۲۶ؤ ساعتو کې کراچۍ ته رسیږي اؤ کرایه به یې هم دنورو ګاډو نه لږه ۱۳۵۰ روپۍ وي”

هغه وایي دا اور ګاډی به هر سحر ۱۰ بجې دپېښور نه کراچۍ ته روانیږي اؤ په لاره کې به د نوښار،اټک، پینډۍ،وزیر اباد، فیصل اباد، ټوبه ټیک سنګهـ،ملتان،بهاولپور،رحیم یارخان، روهړۍ،نواب شاه،حیدراباد،لانډهي اؤ ډرګ روډ په اسټیشنو دمه کوي.

په دې اور ګاډی کې به نهه د عامې درجې ډبې، یو بریک وین اؤ یو پاور پلانټ شامل وي.

کراچۍ دپاکستان تر ټولو ستر صعنتي ښار دی چې دپاکستان اؤ افغانستان دبیلابیلو سیمو نه ورته په زرګونو پښتانه د ورځې مزدورۍ اؤ دغلته دمیشت خپلو عزیزانو ښې،بدې یا تپوس پوښتنې له ځي.

کراچۍ ته دپېښور نه بسونه هم چلیږي چې په د اور ګاډي په پرتله یې کرایه ټيټه ده اؤ په شا وخوا ۲۴ ساعتو کې دغه ۱۳۶۳ کیلو میټره واټن ترسره کوي خو زیاتره خلک د اوږد چکر اؤ د ارام نه د ډک سفر په خاطر په اور ګاډي کې دکراچۍ تګ ته ارزښت ورکو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG