لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذهبي ازادیو څخه سرغړؤنه،امریکې پاکستان ته داقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکړه


امریکې د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په بابله دځانګړې اندېښنې نوملړ ته دپاکستان دنوم ور اچولو باوجود دغه هیواد ته د احتمالي اقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکړې ده.

امریکې د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په بابله دځانګړې اندېښنې نوملړ ته دپاکستان دنوم ور اچولو باوجود دغه هیواد ته د احتمالي اقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکړې ده.

دامریکې خارجه وزیر تیره ورځ اعلان کړی ؤ چې دمذهبي ازادۍ دنړیوالې مادې ۱۹۹۸ په اساس دپاکستان،سعودي عرب،چین،تاجکستان،ترکمانستان،سوډان،برما اریټریا اؤ شمالي کوریا نومونه دمذهبي ازادۍ څخه د سرغړؤنې داندېښنو ځانګړي نوملړ ته ور اچول شوي.

دځانګړې اندېښنې نوملړ ته دپاکستان دنوم پرېوتلو سره ویره وه چې په دې هیواد به اقتصادي بندیزونه ولګي خو د نړیوالې مذهبي ازادۍ په هکله امریکایي سفیر سیم براؤن بیک ویلي چې خارجه وزیر مائيک پمپیو پاکستان ته داقتصادي بندیزونو نه استثنا ورکړې ده .

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل دچهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې په پاکستان دمذهبي ازادیو څخه دسرغړونې تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې لږکیو ته دائین ترمخه دنورو وګړو سره یو رقم حقونه ترلاسه دي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې امریکايي چارواکي سیم براؤن ویلي دي چې پاکستان ته داقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکول پخپله دامریکا په مهمو ملي ګټو کې ده.

هغه ویلي چې دامریکې خارجه وزیر دپاکستان ترڅنګ سعودي عرب اؤ تاجکستان ته هم استثنا ورکړې ده.

په پاکستان کې سیاسي فعالین اؤ څیړونکي وایي چې ددغه هیواد دننه د لږکیو یا اقلیتونو دحقونو لمن ورځ تر بلې رالنډیږي اؤ د ائیني تحفظ اؤ په نړیوال دستور دپاکستان دلاسلیک باوجود لږکي د ریاست اؤ ټولنې لخوا نه زغمل کیږي.

سږکال دمئ میاشت کې په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ په اړوند دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت په کلیز رپورټ کې ویل شوي وؤ چې پاکستان کې ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې په اقلیتونو یا لږکیو بریدونه کوي اؤ حکومت ددغو تندروه ډلو په ضد څه رقم ګټورو ګامونو اخستو کې پاتې راغلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي وؤ چې پاکستان کې د مذهب په نوم احمدیانو اؤ نورو لږکیو سره توپیري چلند کیږي اؤ په هغوئ د ظلم اؤ جبر لړۍ دوامداره ده.

تیر کال د اپریل په میاشت په نړیوال کچ د مذهبي ازادیو د څار دپاره جوړ د امریکایي حکومت کمیشن پاکستان کې میشتو اقلیتونو ته په پیښو ستونزو اندیښنې ښکاره کړي وې اؤ وړاندیز یې کړی ؤ چې پاکستان دې د هاغو هیوادونو په فهرست یا نوملړ کې شامل کړل شي چرته چې اقلیتونه د مذهبي ازادیو څخه بې برخې ساتل کیږي.

خو دپاکستان دبشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري تیره میاشت پارلیمان ته ویلي وؤ چې دتحریک انصاف حکومت لږکیو ته د هغوئ دټولو ائني اؤ بشري حقونو په ورکولو ژمن دی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG