لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذهبي ازاديو سرغړونه: ښايي په پاکستان د افغانستان او ايي اېم اېف په لړ کې فشار سېوا شي


امریکې چې د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په سر پاکستان په تور نوملړ کې شامل کړی څيړونکي وايي ښايي امریکا د دغه ګام د لارې هڅه کوي په پاکستان د افغانستان د خبرو په لړ کې فشار سېوا کړي او د ايي اېم اېف شرطونه ورته نور سخت شي.

د امریکې حکومت د مذهبي ازادیو د نړیوال قانون په اساس پاکستان د هغو هېوادونو په کالني لیسټ کې شامل کړی، چې پکې د اقلیتونو له مذهبي ازادیو سرغړونې کېږي خو پاکستان ته یې د اقتصادي بندېزونو اسثتنا ورکړې ده.

ژورنالسټ او څيړونکی ذيشان حېدر وايي، "د امریکې د دې ګام به نېغ کوم اقتصادي اثر نه وي خو پاکستان چې د امریکې لخوا پرله پسې د فشار سره مخ دی د افغانستان په اړوند، ښايي امریکا دا فشار اوس نور سېوا کوي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، داسې امکان هم شته چې اوس د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) شرطونه د پاکستان دپاره نور سخت شي.

پاکستان ايي اېم اېف ته د قرضو دپاره خواست کړی او راتلونکې مياشت د ايي اېم اېف د پاکستان سره د قرضو په لړ کې په دوېم ځل خبرې ټاکل شوي دي.

ذيشان حېدر وايي امریکا ايي اېم اېف ته تر ټولو زياتې پېسې ورکوؤنکی هېواد دی او په نړيواله مالياتي اداره خپلې اغېزې لري.

اقتصاد پوهه او د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر سلمان شاه وايي، د هغه هم نه دی خيال چې د دې بندېز به په په سمدستې توګه کومې اقتصادي اغېزې وي.

"خو دا يو څيز دی او د خپل مخ ښکاره کولو دپاره ضروري ده چې (پاکستان) د دې تور نوملړ څخه رابهر شي، او دا يو اخلاقي فشار دی او په دې وخت کې ځکه سخت دی چې پاکستان د ايي اېم اېف سره د قرضو خبرې کوي".

سلمان شاه زیاته کړه که پاکستان په نړيواله توګه خپل مخ ښه ښکاره کړي نو دا به د پاکستان د اقتصاد په ګټه وګرځي.

هغه وويل په سمدستي توګه په تور نوملړ کې شاملېدل په پاکستان اغېزې نه پرې باسي خو که دا سلسله دوام ولري نو د اقتصادي بندېزونو سبب ګرځېدی شي.

نوموړي دا هم وويل چې په هند کې د لږکيو سره روان زياتی امریکا ته نه ښکاري او پاکستان په تور نوملړ کې اچول زياتی دی خو زياتوي پاکستان له د مذهبي ازادۍ په لړ کې ګامونه اخيستل پکار دي.

پاکستان د مذهبي ازادیو د رپورټ په اړوند د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې بیان رد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان هیچا ته اړتیا نه لري چې د لږکیو د ژغورنې په اړوند ورته درسونه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG