لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

يوې خوا ته په منظور پشتين بندېزونه، او بلې خوا ته يې مرکزي وزير په تندي ښکولي


PTM Manzoor Pashteen

په داسې حال کې چې د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتين د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګولی د کورنیو چارو وزير (مملکت) شهريار افريدی وايي منظور پشتين ته به ور تر غاړه ووځي او په تندي به يې ښکل کړي.

افريدي تېر ماښام په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وېنا کې وويل، که "منظور پشتين دی او که پي ټي اېم دی که څوک خفه کيږي او که خوشحاليږي زه به منظور پشتين ته ور تر غاړې ووځم او په تندي به يې ښکلوؤم".

وزير مملکت دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان پوځي وياند نزدې لس ورځې وړاندې په مرموزو ټکو کې پي ټي اېم ته ګواښ کړی ؤ.

افريدي وويل که د بلوچستان بلوڅ، پښتانه او بروهيان دي او هغه خلک چې غرونه ته ختلي دي او تېرو حکومتونو او واکمنو يې د هغو حقونه نه دي ورکړي نوی پاکستان به هغو ته ورتر غاړه ووځي.

هغه وويل په تېرو وختونو کې چې کوم زياتي شوي هغه به هواروي او د بلوچستان پېسې به په هغو لګوي.

خو نوموړي دا هم وويل چې څوک هم د پاکستان قانون او ائين چېلنج کوي او په پاکستان کې د چا په لاسونو کاريږي، هغه غټ مګرمچان به نه پرېږدي.

د ګل، دوشنبې په ورځ منظور پشتين د کوټې د هوايي ډګر څخه بهر نه ؤ پرېښودی شوی او د بلوچستان حکومت د نوموړي صوبې ته د ۹۰ ورځو دپاره په ورتګ بندېز لګولی دی.

په بلوچستان صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ملاتړی حکومت دی.

بلوچستان کې د بندېز نه وړاندې د سيند صوبې حکومت هم په منظور پشتين د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګولی خو په سوشل ميډيا د غبرګون وروسته دغه پرېکړه بيرته اخیستل شوې وه.

په منظور پشتين سيند صوبې ته په ورتګ بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په مرموزو ټکو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی ؤ.

پوځي وياند ویلي چې ریاست له پي ټي اېم سره ډېره همکاري وکړه او د دوي درې غوښتنې يې ومنلې خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري ته روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د پوځي ویاند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې د هغوي پينځه غوښتنې وې او يوه پکې نه ده منل شوې.

XS
SM
MD
LG