لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکا او نړيوالو ادارو په مرسته د قبايلي ضلعو دپاره د ۵.۵۹ اربه ډالرو پرژو منظوري ورکړل شوې


fata school

د امريکا د نړيوالې مرستندويه ادارې (يو ايس ای ايي ډي) او نورو نړیوالو ادارو په مرسته د قبايلي ضلعو د پاره د ۲۱ پرمختيايي پروژو منظوري ورکړی شوې ده، دا منظوري د خېبر پښنونخوا حکومت د شپږو مياشو خلا وروسته ورکړې ده.

د صوبې د ايډشنل چيف سيکټري شهزاد خان بنګش په مشرۍ غونډه کې وويل شوي په دغو ۲۱ منصوبو کې د تعيليمي ادارو جوړولو، د صحت مرکزونو،د اوبه خور نظام، وړو سړکونو او شمسي ټيوب ويلونو جوړولو تر څنګ يو شمېر پروژې شاملي دي.

د يادې غونډې په اړوند جاري شوې خبر پانړه کې ويل شوي د تعليم درې پروژې به د ۶۰۶.۵۷ ميلينه روپو په لګښت جوړيږي.

د دې ترڅنګ د کرمې ضلعې مظفر کوټ هسپتال به د ۳۰۷.۹۴۰ ملينه روپو په لګښت جوړيږي او د اوبه خور ۱۲ منصوبې به ۷۲۳.۸۶ ملينه روپو په لګښت سر ته رسول کيږي.

په يادو پروژو کې د خېبر ضلعې د باړې نه تر مستک او د اورکزو د غليجۍ نه تر ډبورۍ پورې د ۲۵، ۲۵ کلوميټرو سړکونو هم شامل دي.

يادو پروژو ته دا پېسې يو اېس ای ايي ډي، ايي اېن اېل پي، د خوراک نړيوال پروګرام، ايشين ډويپلمنټ بېنک او د فاټا کاليز پرمختيايي پروګرام ورکړي دي.

ويل شوي صوبايي حکومت د مرستندويه ادارو بې يقيني ختم کړې او د دغه پروژو پېلولو تابيا يي کړې ده.

يادې پروژې د پخوانۍ قبايلي سيمې د ټولنيز اقتصاد دپاره مثبتې اشارې يادې کړی شوي دي.

د ګل، دوشنبې په ورځ هم د خېبرپښتونخوا حکومت په قبايلي ضلعو کې د پرمختيا دپاره د لس اربه روپو مصرفولو ویلي دي.

ويل شوي د دغو روپو د مصرفولو دپاره اړونده ادارو ته لارښوونه شوې چې په شپږو مياشتو کې په خپلو خپلو برخو کې د کارولو دپاره يې پلان تيار کړي.

XS
SM
MD
LG