لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي نه پاکستان ته یو ارب ډالر نور هم ورسېدل


پاکستان ته دسعودي عرب لخوا په اعلان کړل شوؤ درېوؤ اربو ډالرو پور کې یو ارب ډالر نور هم رسیدلي اؤ دپاکستان دملي بانک ویاند وایي چې ددې پیسو ترلاسه کیدلو نه وروسته اوس دمرکزي بانک بهرنۍ زر مبادله ۹ږ۴ته سیوا شوې ده.

سعودي عرب داکتوبر په میاشت کې وروسته له هغې پاکستان ته د درېوؤ اربو ډالرو په پور ورکولو اماده شو چې ددغه هیواد وزیراعظم عمران خان سعودي عرب ته لاړو اؤ سعودي چارواکو نه یې دخپلو سختو اقتصادي ستونزو نه د وتلو دپاره دپور غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې تیره میاشت هم دپاکستان ملي بانک ویلي وؤ چې د سعودي نه ورته یو ارب ډالر رسیدلي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي‌ ددغو پېسو دپاره سعودي عرب پاکستان ته هیڅ شرط نه دی اېښی.

پاکستان ته د درېوؤ اربو ډالرو ورکولو ترڅنګ سعودي چارواکو پاکستان سره تړون کړی چې د درېوؤ اربو ډالرو تیل به هم پاکستان ته په پور ورکوي.

داکتوبر په میاشت کې دپاکستان وزیراعظم ویلي وؤ چې په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان بهرني پورونه ۳۰اربو ډالرو ته رسیدلي دي اؤ ګردشي پورونه یو زر اؤ دوه سوه اربه روپۍ دی.

خارجه وزیر شاه محمود قریشي تیره میاشت خبریالانو ته ویلي وؤ چې په تیرو لسو کالو کې پخوانیو حکومتونو پاکستان د ۱۲ اربو ډالرو دخسارې لاندې راوستی اؤ موجوده حکومت کلهم ۶ږ۲ اربه ډالر دبهر نه ترلاسه کړي دي.

وزیراعظم عمران خان په واک کې له راتلو مخکې د بهرنیو پورونو اخستو سخت خلاف ؤ خو حکومت ته له رسیدلو وروسته یې وویل چې هیواد په اقتصادي لومو کې ګیر شوی اؤ دعارضي اقتصادي کړکیچ نه د وتلو دپاره بهر نه پورونه اخستل اړین دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG