لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ان بکس کې دمینې میسیجونو ته ځواب،ګنې بیا دمذهب په نوم ستغې سپورې"


اتلس کلنه ګل خوبان دپښتو پیغله سندرغاړې ده چې دسندرو ترڅنګ یې دخپل تعلیم لړۍ ته هم دوام ورکړی اؤ په ټولنیزو رسنیو هم فعالیت کوي خو وایي زیاتره پښتانه په سوشل میډیا ښځو فنکارانو سره ښه سلوک نه کوي.

هغه وایي کله چې ورته په ان بکس کې دمینې محبت پیغامونه ورکړی کیږي اؤ دغو پیغامونو ته ځواب ونه وایي نو بیا ورپسې دمذهب په نوم خلک په ټولنیزو رسنیو سپکې سپورې شورو کړي اؤ دغه غبرګ معیار ورله سخته غصه اؤ افسوس ورولي.

ګل خوبان هڅه کوي چې ځانله دجینکو سندرغاړو په لمړي صف کې ځایې پیداکړي خو هغې ته په دغه لړ کې سختې مقابلې هم ورپغاړه دي

ترټولو دمخه هغې ته پخپل کور دننه دخپلو دوؤ سندرغاړو خویندو ګل رخسار اؤ کشماله ګل نه دفن په لحاظ وړاندې وتل دي اؤ بیا په فني نړۍ کې یو شمیر نورې سندرغاړې دهغې مخې ته ولاړې دي.

ګل خوبان وایي دخپلو خویندو یا نورو ښځینه سندرغاړو سره یې هیڅ مقابله نشته خو په ځان کې دا توان ویني چې دغوره موسیقۍ په کولو ځان په ټولو پښتنو اومني.

فني اؤ تعلیمي زده کړې

دګل خوبان تعلق په بنیادي ډول مردان سیمې سره دی خو میشته په پیښور کې ده.

کورنۍ یې میراثي نه ده خو مور یې (رخسار) په تیرو وختونو کې سندرې ویلې اؤ پلار یې انعام الحق شاعري کوله اؤ بیا دمور،پلار نه په اثر اخستو دغه درېواړه خویندې موسیقۍ ته راووتلې.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ګل خوبان ویلي خپل پلار ورسره دسندرو په ویلو کې زیاته مرسته کوي اؤ دکوره ورته هیڅ مشکلات نه شته.

ګل خوبان تر لسم ټولګي زده کړې کړي اؤ دموسیقۍ ترڅنګ یې دتعلیم لړۍ هم روانه ساتلې ده، په ټولنیزو رسنیو هم ځان دنړۍ دخلکو اؤ حالاتو نه خبر ساتي خو وایي زیاتره پښتانه په ټولنیزو رسنیو فنکارانو سره ښه سلوک نه کوي

“مونږ فنکاران ټول عمر خلکو ته یوازې خوشحالي ورکوؤ، داخلک زمونږ سندرې اوري، خپل غمونه پرې غلطوي خو په ټولنیزو رسنیو راپسې سپکې سپورې وایي اؤ لیکي ”

ګل خوبان په کومو خبرو غصه کیږي؟

هغه وایي هاغه مهال سخته غصه ورځي چې کله ورته یو څوک په ان بکس کې دمینې اؤ ملګرتیا پیغامونه ورکوي خو چې کله یې دا دپیغام جواب ورنکړي نو بیا ورپسې په سوشل میډیا دمذهب په نوم سپکې سپورې ویل پیل کړي.

”ددې خبرو نه هیڅ نه جوړیږي ، چې دچا فن یا فنکاران نه وي خوښ نو ځان سره دې په سوشل میډیا مذهبي عالمان ملګری کړي دهغوئ وعظ اؤ نصیحت دې اوري ، مونږ خو هیچاته نه وایو چې زمونږ سندرې واورئ یا مو مخ ته وګورئ”

له واده وروسته ژوند څنګه غواړي

ګل خوبان وایي سندرو اؤ سبق ته یو شان توجو لري خو غواړي چې په سندرو کې بیا یو ځانګړی مقام ومومي.

خو دښه مقام دهیلې لرلو ترڅنګ هغه دا هم وایي چې کله یې واده وشي نو بیا به نورې سندرې نه وایي اؤ لکه دیوې عادي پښتنې به په کور ژوند کوي.

ګلناربیګم اؤ هارون بادشاه یې دخوښې سندرغاړي دي اؤ وایي چې اوس هم کله دهغوئ سندرې اوري نو زده کړې ترې کوي.

دمعیاري شاعرۍ د ویلو په پوښتنه ګل خوبان وایي پخپله یې هم زړه غواړي چې دښو شاعرانو کلامونه ووایي خو دخپلو مینه ذوق ته هم ګوري اؤ وایي

“که مونږ یوازې د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا معیاري کلامونو ویلو ته ونښلو بیا به دغه کلامونو اوریدلو ته پخپله ناست یو نو”

زیاتوي چې پخپل سر سختو حالاتو کې سندرې اؤ ځانله دفن په نړۍ کې پرمختګ موقعې لټوي خو ریاست ورته هیڅ اسانۍ نه دي برابر کړي چې چرته نه فني زده کړي وکړي یا ورسره دفن په وده کې لاس امداد وکړي.

دګل خوبان شاعر پلار انعام الحق هم دخپلې لور په فني صلاحیتونو ډاډه دی اؤ وایي غواړي چې په خلاص مټ خپلې لور ته د وړاندې تګ موقعې ورکړي.

هغه وایي” ماله خدایې نارینه اولاد نه دی راکړی درې لوڼه مې دي اؤ درېواړو ته خدایې دسندرو ویلو صلاحیت ورکړی ، زه به کله هم ددوئ دفني صلاحیتونو مخې ته دیوال نه شم”

ښاغلی انعام الحق وایي په داسې حال کې چې خلک پښتانه نړۍ ته دتندلارو اؤ ترهګرو په توګه ورمعرفي کوي په دې ویاړي چې لوڼه یې دموسیقۍ دلارې نړۍ ته دفن اؤ هنر په ژبه دمینې پیغام ورکوي اؤ ثابتوي چې پښتانه ترهګر نه بلکې دفن اؤ هنر سره مینه لرونکی قام د

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG