لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسټريليا، بېت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه منلو فېصله کړې


بیت المقدس

د اسټريليا وزيراعظم سکاټ مورېسن ويلي حکومت يې پرېکړه کړې چې بېت المقدس (يروشلم) په رسمي ډول د اسرائيل پلازمينه ومني.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه نوموړي د خالي، شنبې په ورځ دغه خبره کړې خو ويلي يې دي هلته د امنيتي وضعې له کبله سفارتخانه نه منتقل کوي.

هغه ويلي اسټريليا به بېت المقدس وروسته له هغې د اسرائيل پلازمينه تسليم کړي چې دواړه هېوادونه حل لارې ته ورسي خو اسټريليا نه غواړي چې دا وخت د تل ابيب نه خپله سفارتخانه منتقل کړي.

موريسن ويلي حکومت يې غواړي چې په يروشلم کې د دفاع او سوداګرۍ دفترې جوړې کړي او بيا به د سفارتخانې دپاره مناسب ځای لټوي.

هغه وويل، د اسټریليا حکومت بېت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه د منلو فېصله کړې ځکه چې د کېنسټ او نورو دولتي ادارو دفترې هم هلته دي.

تېر کال د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه منلو او د تل ابيب نه هلته د امريکايي سفارتخانې منتقل کولو اعلان کړی ؤ.

د مسلمان هېوادونو نه علاوه يورپي يونين هم د صدر ټرمپ دغه پرېکړه رد کړې او ويلي يې ؤ د بېت المقدس پرېکړه دې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په خبرو وکړې شي.

بېت المقدس د اسلام، عيسايت او يهوديانو درې واړو مذهبونو دپاره مقدس ځای دی، اسرائيل تل دې ښار ته د پلازمينې درجه ورکوي خو فلسطينيان يې په راتلونکې کې د خپلې پلازمينې جوړولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG