لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صلاح الدین رباني: پاکستان او چین دې د افغان سولې د پروسې ملاتړ وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني وايي په ځانګړي ډول د پاکستان نه يې وغوښتل چې د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او بايد په دغه لړ کې د عملي اقداماتو همکاري وکړي.

د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته د کابل په کوربتوب نن د خالی، شنبې په ورځ ترسره شوه او په دې ګډه ناسته کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه واخسته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خبري کنفرانس ته په وینا کې چې د پاکستان او د چین دبهرنیو چارو وزیرانو هم خبرې وکړې وویل چې په درې اړخیزه ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیمه ییزې اقتصادي پراختیا، د سیاسي باور په جوړیدو او د سولې د همکاریو پر مسایلو بحث او خبرې وشوې.

رباني وايي له چین او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه یې په دې ناسته کې غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت په مشرۍ دسولې له پروسې ملاتړ وکړي.

رباني وویل "​د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په تړاو مو له چین او په ځانګړي توګه د پاکستان له حکومته د ملاتړ غوښتنه وکړه او له هغوی مو وغوښتل چې د سولې په پروسه کې داسې همکاري وکړي چې د هغې پایله د افغانستان خلک وویني"​.

صلاح الدین رباني زیاته کړه افغانستان ته د سولې او امن راتګ په سیمه او په پاکستان کې دسولې د ټنګښت په معنی دی او اوس د دې وخت راغلی چې د عملي اقداماتو په اخستلو سره پاکستان باید خپله همکاري ثابته کړي.

هغه وویل "​لکه چې مونږ او دوست هیوادونو په باربار دا ویلي که په افغانستان کې سوله او امن راشي نو په سیمه او پاکستان کې به سوله او امن راځي نو اوس دا وخت رارسیدلی چې د عملي اقداماتو په اخیستو سره دا همکاري څرګنده کړي چې په ریښتا هم هغه څه چې وايي په عمل کې هغه شته او کنه او مونږ امید لرو چې د دې ناستې پایلې به په راتلونکو ورځو، اوونیو او راتلونکو میاشتو کې ووینو"​.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې خبري ناستې ته وینا وکړه او وې ویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترټولو مهمه یو پر بل د باور او اعتماد رامنځته کیدل اړین دي.

قریشي وویل پاکستان به د افغانستان د سولې په پرمختګ کې خپل رول ترسره کوي او د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه اخلي.

نوموړي وویل "​د افغانستان د سولې تاثیرات به پرپاکستان او د سیمې په ټولو هېوادونو وي او هرډول پرمختګ چې په افغانستان کې راځي پاکستان ته به یې هم ګټه رسیږي پاکستان به د سولې په ټنګښت کې له ټولو امکاناتو ګټه واخلي خو دا یوه افغاني پریکړه ده چې تاسې افغانان څه ډول سوله غواړی اوپاکستان به په دې برخه کې ستاسو مرسته وکړي"​.

د درې اړخیزې ناستې له جوړیدو وروسته د چین دبهرنیو چارو وزیر وانګي خبرې ناستې ته وې ویل چې بیجینګ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو دپراخیدو اویوله بل سره د امنیتي او اقصتادي همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

وانګي وویل د افغانستان حاکمیت ته باید درناوی وشي، د افغانانو په مشرۍ په عمل کې د سولې له پروسې باید ملاتړ وشي او وسله وال طالبان باید زر تر زره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د کابل په کوربتوب د افغانستان، پاکستان او چین هېوادونو ترمنځ درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې ټاکل شوې بله دریمه ناسته په پاکستان کې ترسره شي او د دې درې اړخیزې غونډې لومړۍ ناسته تېر کال په چين شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG