لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب یوه عدالت دوو عیسایي وروڼو ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې


جوزف فرانسس وایي، د راتلونکې ګل- دوشنبې په ورځ به د لاهور هایکورټ ته د ځایي عدالت د دې پرېکړه په ضد درخواست ورکوي.

واشنګټن ډي سي ـــ د پاکستان په پنجاب صوبه کې یوه عدالت دوو عیسایي وروڼو ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې ده، خو وکیل یې وایي چې په دوی لګېدلی تور نه دی ثابت شوی او دا پرېکړه د مذهبي توندروه ډلو د فشار له امله شوې ده.

د قیصر او هامون ایوب په نامه دغه دوه وروڼه په 2015م کال کې په لاهور ښار کې نیول شوي وو او پر دوی تور لګېدلی وو چې په 2011م کال کې یې پر خپله ویبپاڼه داسې مواد خپاره کړي وو چې د اسلام سپکاوی پکې شوی وو.

خو قیصر او هامون ویلي چې دغه ویبپاڼه یې له 2009م کال راهیسې غیرفعاله ده.

د مرګ په سزا محکوم شوي دغه عیسایي وروڼه په تېرو درو کلونو کې د پنجاب د جهلم سیمې په زندان کې بندیان وو. د سیمه ییز عدالت قاضي اېډیشنل سېشن جج جاوید اقبال بوسل د دوی مقدمه د تېر زیارت- پنجشنبې په ورځ د امنیتي خطرونو له امله هملته په جېل کې دننه اورېدلې او د مرګ سزا یې ورته اورولې ده.

د قانوني مرستې او حل نړیواله اداره (CLAAS) چې د مذهب په سپکاوي د تورنو بندیانو د حقونو لپاره کار کوي، وایي چې پر دغو عیسایي وروڼو جرم نه دی ثابت شوی. په پاکستان کې د دې ادارې استازی جوزف فرانسس وایي، عدالت دا پرېکړه د توندرو ډلو د فشار په نتیجه کې اورولې:

"د خادم حسېن رضوي له خوا پر عدالت فشار وو، که څه هم هغه فشار اوس مات شوی دی خو عدالت اوس هم تر فشار لاندې دی".

جوزف فرانسس وایي، د راتلونکې ګل- دوشنبې په ورځ به د لاهور هایکورټ ته د ځایي عدالت د دې پرېکړه په ضد درخواست ورکوي.

د مذهب په سپکاوي تورن دغه دواړه عیسایي وروڼه د واده خاوندان دي. قیصر درې ماشومان لري او ښځه یې امینه نومېږي او د هامون ایوب مېرمن هما نومېږي چې د لاهور د یوې کلیسا په سکول کې استاده ده.

په 2009م کال کې په یوه بله عیسایي مېرمن آسیه بي بي باندې هم د مذهب د سپکاوي تور پورې شوی وو او هغې اته کاله په زندان کې تېر کړل، خو په تېره اکتوبر میاشت کې د پاکستان سپریم کورټ هغه بېګناه وګڼله او د هغې د خوشي کېدو امر یې وکړ، چې په ضد یې د تحریک لبیک په مشرۍ توندوره مذهبي ډلو د پاکستان په ټولو ښارونو کې له تشدده ډک احتجاجونه وکړل.

آسیه بي بي تېره میاشت د ملتان له زندانه خوشې شوه، چې د حکومت په وینا چې لا هم په پاکستان کې ده او توندروه مذهبي ډلې هغه اسلام ته په سپکاوي تورنه ګڼي او غواړي چې د هغې په مقدمه کې له نوي سره پلټنې وشي، خو د هغې وکیل سیف الملوک د امنیتي خطرونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شو او په هالېنډ کې یې پناه واخیسته.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون ډېر لانجمن پاتې شوی چې په هېواد کې دننه او بهر ورباندې نیوکې شوې دي او پکې د اصلاحاتو وړاندیزونه شوي دي خو حکومت تر اوسه په دې قانون کې د بدلون په اړه څه اقدام نه دی کړی.

د دې قانون له مخې هغه چاته د مرګ سزا اورول کېږي چې اسلام او د اسلام پیغمبر محمد ته د سپکاوي تور پرې ثابت شي، خو د پاکستان سیاسي څېړونکي او سیاستوال وایي چې له دې قانونه اکثر ناسمه ګټه اخیستل شوې او خلکو د خپلو شخصي اختلافاتو په بنیاد پر خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه لګولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG